پنجشنبه , 28 مارچ 2024

دپکتیا امنیه قومندانۍ ته څیرمه دپولیسو په روزنځي ډله ایز برید شوی

د افغانستان د کورنیو چار وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، یوه ډله وسلوالو د امنیه قومندانۍ په څنګ کې د پولیسو پر روزنځي ډله ییز برید کړی دی.

اول یو ترهګر د پولیسو له روزنځي سره موټربم چاودنه وکړه، ورپسې یو شمېر بریدګرو پر مرکز برید وکړ.

د دې اعلامیې له مخې افغان امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او هڅه کوي چې “ترهګر” له منځه یوسي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم پیښه تاییدوي او وایې، د امنیه قومندانۍ له لومړي قراوول سره نږدې اول ځانمرګی برید وشو.

د نوموړي په خبره، ورپسې ډزې پیل شوې، بیا دویم ځانمرګی وشو.

ښاغلی حسرت زیاتوي د پېښې په ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

تر اوسه دمرګ ژوبلی په اړه کره معلومات نشته.

دنورو معلوماتو لپاره انعکاس وڅارئ…