دڅه لپاره ژوند کوو؟

لیکوال: عمران سنګین

آيا د ځانه مو کله دغه پوښتنه کړي چې د څه لپاره ژوند کوو؟ همدا اوس له ځان سره فکر وکړه چې ولې ژوند کوم، د ژوند مقصد مې څه دی، څه غواړم چې ترسره یې کړم، څه ته اړتیا لرم، څه شی به وکولای شې چې زما ژوند ته خوشالي راوړي.

هر څوک د بېل، بيل مقصد لپاره ژوند کوي څوک غواړي چې یو ښه ډاکټر شم څوک غواړي چې یو انجینر شم څوک غواړي خوشال ژوند ولرم او څوک غواړي چې د ژوند ښه ملګری ولرم. نو ته څه غواړي چې ترسره یي کړي؟ کوم آرمان لرې چې پوره کول یې غواړي؟

دلته مهمه دا ده چې چې د ژوند لپاره یو ټاکلی هدف ولرو پرته له هدفه به ژوند هیڅ معنا ونه لري هدف مو باید واضخ او روښانه وي کله چې مو هدف څرګند شو اوس به څه ډول وکولای شو چې هدف ته ورسیږو نو اوس به زموږ یواځینی هڅه دا وي چې هدف ته ځان ورسوو هدف ته رسیدل په کلکه اراده کیږي په دغه لاره کې اوس مونږ ته ستونزي پيدا کیږي مونږ نه پریږدي چې مقصد تر لاسه کړو ستا په فکر اوس څه کول پکار دي؟ زمونږ هڅي به جریان لري، خنډونه به طی کوو، تکلیفونه به ګالو، له مشکلو سره به مبارزه او د سختو سختو ستونزو سره به مقابله کوو خو یوه خبره چې د هدف سره به جفا نه کوو د هدف لپاره په پلانونو کې تغیر راولوو مونږ د هدف د تر لاسه کولو لپاره پیدا شوي یو ځکه هر څه په هڅه او کوشش کیږي بعضي وخت به د ستونزو په مقابل کې صبر کوو، ځکه د صابیرینو الله ج ملګری وي او د الله ج دوستان تل کمیاب وي.

یو دوست راته خپله کیسه داسي کوله چې یو وخت ما روخي ناروغي لرله د ژوند هدف راته نه و څرګند، که څرګند هم و ترلاسه کولای مې نشو، نو په هیڅ ډول مې خالات نه شول زغملی ډير ځله مې د ځان وژني هڅه وکړه، خو په یو دلیل به بیا پاتې شوه ژوند مې په ناهیلی تیریده د وخت په تیریدو مې یو ملګری د لاسه ورکړ د ملګري په نه شتون کې راته سکون پيدا کیدو اخیر وپوهیدم چې د خپګان سرچینه همدا وه له هغه مې ځان لیري وساته د سایکلوژی اړوند مې کتابونه مطالعه کړل د ژوند په معنا مې ځان وپوهولو که چېري ما په دغه خالاتو کې مبارزه نه وای کړي زما انجام به ستاسو په فکر څه وای؟

نو تاسو هم خالاتو ته ځان مه تسلیموی په هر خال کې کلکه مبارزه وکړی. ستونزي د ژوند یوه برخه ده خو نا هیلي کیږی به نه! ځکه ناهیلي خپله یوه ناکامي ده.

د یوه عالم خبره

د یوه عالم خبره مه هیروی چې: هدف ته نه رسیدل ناکامي نه ده بلکي ناکامي دا ده چې هیڅ هدف ونه لري. کله،کله به د یوې لویي ستونزي سره مخ کیږو مثلا په ترافیکي پیښه کې کوم دوست یا د کورنی غړی د لاسه ورکوو دا سمه ده چې د دغه ډول خالاتو زغمل سخت دي خو دلته مونږ بله لار نه لرو که خالاتو ته ځان تسلیم کړو د دې امکان شته چې راواني ناروغي راته پیدا شی یوازینی لار دلته د خالاتو سره مبارزه کول او پر خالاتو صبر کول دي. کله ، کله داسي هم کیږي چې یوه وړه ستونزه مو په ذهن له حده ډیر فشار راوړي خو په داسي خالت کې بهتره ده چې خپله ستونزه له نورو ملګرو سره شریکه کړو کیدای شې چې هغه ستا د ستونزي په اړه یوه مثبته مشوره درکړي که داسي ونه شي کیدای شي هغه هم تاته خپلي ستونزي بیان کړي امکان لري چې هغه هم ستا په شان ستونزه ولري کله چې ته خپله ستونزه په نورو کې وویني ستا ستونزه تر یو حده کمیږي ځګه کوم څه چې عام شي نو څوک یې عیب نه ګني که په لنډو کې ووایم د دې لپاره ژوند کوو چې خپل اهداف ترلاسه کړو په نړی او ځان نوي څه ورزیات کړو؟