پنجشنبه , 28 مارچ 2024

دښمن پر امنیتي ځواکونو خوله هم ورخلاصه کړه

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په امنیتي ځواکونو پسې یو شمېر مشخص افراد او کړۍ سپکې سپورې وايي او د مورال ضعیفه کولو هڅې یې روانې دي. کیسه هم د خپل‌سري زورواکي قیصاري د ساتونکيو له تصویرونه وروسته پیل شوې چې په کمانډو ځواکونو له بریده وروسته یې اردو لاسونه ور تړلي پر ځمکه پراته دي. یو شمېر بهرنيو کړیو دا ځل د افغانستان پر کمانډو ځواکونو نښه ایښې او د زورواکانو د ماتولو د دغه سپیڅلي ځواک د کمزوري کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

تر ټولو ډېرې نیوکې د جنګسالارانو د خپلو خپلوانو له خوا روانې دي او یو شمېر سرناخلاصي یې د بشردوستي په ټال سپاره کړي او د هغوی ډول ته څڼې غورځوي. دغه کړۍ چې په کمانډو ځواکونو د زورواکيو د ځپنې د کړنو له اړخه نیوکې کوي او په لوی لاس وسله‌والو د ملي اردو په تړاو پر ولسي باور خاورې اړوي او کوښښ کوي چې د ملت او اردو تر منځ کرکه پراخه کړي. په تېرو ۱۵کلونو کې د ملي امنیتي ځواکونو په خاص ډول د ملي اردو او کمانډو ځواکونو پر ضد یوازې پاکستان او طالبانو منفي تبلیغات کول، خو د یوه خونخوره زورواکي وېرېدونکيو پلویانو له احساساتو په ګټې اخیستو یو شمېر پردیپالو په هغو افغان زمریانو پسې سپکې سپورې پیل کړې چې همدوی یې له برکته په خپله کوډله کې ارام ناست دي او پر ټولنیزو رسنیو همدغه ببولالې لیکي.

دغه فیسبوکي پړانګان په دې هم سر نه خلاصوي چې ایا خپاره شوي تصویرونه په څه ډول وضیعت کې اخیستل شوي او تر تصویر اخیستو مخکې دغو په ځمکو پرتو قیصاري ته وفادار ملېشو څه او څه نه دي کړي او یا په څومره نارواوو کې ښکېل نه وو. خبرونه وايي چې همدغو ملېشو تر نیول کېدو له مخه پر ملي سرتېريو ډزې کړې او درې تنه یې شهیدان کړي دي، خو ناخبره ولس د دښمن په تبلیغاتي مورچه کې ناست خپل ملي امنیتي سرتېري د یوه جنګسالار لپاره ډزوي.

د ملي سرتېريو پر ضد نوې تبلیغاتي جبهه داسې مهال پرانیستل شوې چې په وروستیو ورځو کې د زورواکانو پر ضد د دوی د بریالیو عملیاتو ستاینو زور اخیستی و او پر ټولنیزو رسنیو د بېلابېلو سیمو ځوانانو کمانډویانو ته شعرونه ډالۍ کول او د خپلو سیمو ښکرورو ته یې د وېرولو لپاره ور یادوي.

ځینو پکې ان پر خپلو پرفایلونو د کمانډو سرتېريو تصویرونه ځړولي او په لویه کچه یې د ولس د زړه کونجونه نیولي دي. د افغانستان په لوېدیځ سویل او ختیځ کې یو شمېر خلک سړکونو ته راووتل او د خپلو سیمو د زورواکيو د ځپنې لپاره یې د کمانډویانو د ور استولو غوښتنې مطرح کړې. تر دې ورهاخوا په وروستیو څو کلونو کې د افغان سرتېريو د ستاینو په پار هر ځای ولسي ملاتړ پراخ شوی او د عزت ورکولو لویې لویې غونډې یې جوړې شوي او ان افغان پېغلو خپلو سرتېريو ته په مورچو کې په غاړو کې ګلونه او هارونه ور اچولي دي.

له پاکستان سره پر ډېورنډ دغو زمریانو په سیمه کې هم له پاکستان سره وېره پیدا کړې او ایران هم د لویو پروژو د ساتنې په برخه کې د افغان ځواکونو له روان مثبت وضیعت څخه په وېره کې دی. په کور دننه سربېره په نړیواله کچه هم د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا او مسلکيتوب ستاینې په زیاتېدو دي او داسې انګېرل کېږي چې که حالات په همدې ډول روان وي؛ نو د له دغو ځواکونو سره د ولس د مینې او همکارۍ له برکته د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د حکومت د ستنو د ټینګېدو او په یوه رښتیني بې‌پرې ځواک د بدلېدو خوب رښتیا کېږي.

دې هر څه ته د افغانستان د دښمنانو ښه پام دی او د بیا پاشل کېدو په هیله یې د شوروي له ماتې د وروسته مهال په څېر د بیا دړې وړې کېدو او تنظیمي کېدو موضوع ته د خپلو ګوډاګیانو عینکې ور سیخې کړې. له ۱۵ کلنې پانګونې او لسګونو زره تلفاتو وروسته چې دښمن د دغو ځواکونو په نه پاشل کېدو ډاډمن شو؛ نو یې د نوم‌بدي کولو ډول ځینو ته په غاړه ور واچاوه. د افغانستان د دفاع دغه مېړنی ځواک اوس په ۴ جبهو کې په وسله‌واله مبارزه بوخت دی چې مهم پکې طالب، پاکستان، دا عش او د نظام تر چتر لاندې زورواکي او جنايي کړۍ دي.

دا رنګه افغان ځواکونه په دریو جبهو کې له تبلیغاتي پروپاګنډا او مبارزې سره مخامخ دي چې طالب‌پلوي، پردۍ استخباراتي کړۍ او د زورواکانو په دسترخوان رالوی شوي او پالل شوي کسان یې په سر کې راځي. درې واړو د افغانستان د نظام پر حساسه برخه ککړې ګوتې ایښې دي. دښمن یو ځل بیا د نجیب الله د حکومت په څېر افغان ځواکونه د افغانانو دښمنان ښيي او خلک یې پر ضد را پاروي.

جالبه خو دا ده چې د کمانډو ځواکونو له وروستیو بریالیو عملیاتو وروسته د امرالله صالح په څېر کسان هم په یوه ډول پوښتنې را ولاړوي چې که د ده په خبره، د دغو ځواکونو د دغه او هغه ډول کړنو مخه و نه نیول شي؛ نو دا ځواکونه به ملي نه، بلکې د ولسشمر غني شخصي ځواکونه وګڼل شي.

دې ښاغلي خپل د پنجشېر پخواني ځواک ته چې تر افغانستان خپلو کوچنیو تنظیمي قومندانانو ته وفادار و، ملي ویل او د ملت بودیجه یې پرې لګوله، خو د افغانستان ساتونکو ملي ځواکونو ته د شخصي رنګ ورکولو هڅې کوي.

یوه نیمه لسیزه وړاندې د افغانستان په لویه برخه کې جمعیت او په سر کې یې د پنجشېر څو قوماندانانو ته وفادارو وسله‌والو ته همدوی او د دوی پلویانو ملي امنیت وایه او د هماغو تنظیمي ملیشو له خوا د خپلو سیاسي او نظامي مخالفانو پر وړاندې هر ډول ناروا، روابلل کېده.

د دغو ښاغلو سترګې هغه مهال ړندې وې چې له بهرنیو سرتېريو سره به یې د ډېرو بې‌ګناه افغانانو پر کورونو چاپې ور سیخې او د خپلو ماشومانو، میندو اومېرمنو پر وړاندې به یې په بهرنیانو وژل، څملول او د لسیزو په مخه یې د بګرام او ګوانتنامو زندانونو ته سیخول. وروسته معلومه شوه چې لویه برخه یې د شخصي او تنظیمي عقدو پر اساس ځورول شوي وو، خو له بده‌مرغه هغه ورته ملي وجیبه ښکارېده، خو اوس د یوه ظالم خپلسري زورواکي د شخصي بریدګرو پر وړاندې د کمانډو د ځپنې عملیات تر پوښتنې لاندې راولي.

پر ټولنیزو رسنیو د ځینو پنجابیانو له خوا هم ټویټونه شوي دي او پکې قومي اور بلولو ته لمن وهل شوې او په ښکاره د قیصاري د نیول شویو ملېشو د تصویر لاندې په خورا مهارت سره لیکل شوي چې پښتنو ځواکونو د هغوی په خبره پر ازبکانو وحشت پیل کړی.

دا خبره په کور دننه د یو شمېر مشخصو کړیو له خوا ښه په درز کې بدرګه شوې او ښکاري چې د دې ډلې، پنجابیانو او کورنیو مخربینو موخه یوه ده او له یوې چینې اوبه څښي.

د دوی هدف د ۱۹۹۰ مو کلونو په څېر د پیاوړيو افغان ځواکونو د پاشل کېدو او پر تنظیمي هغو د بدلېدو زمینه برابرول دي، خو دا ځل ولس د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دی او په هر ډګر کې یې ملا ورتړي.

سرخط ورځپاڼه