دکابل په ننني برید کې دوژل شویو شمېر ۳۱ او دټپيانو ۵۶ تنو ته ورسید

د کورنیو چارو وزارت وايي ، ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوندو کې د ټاکنو د نوم لیکنې د یوه مرکز په دروازه کې شوی دی چې له امله یې ۸۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي برید د یو ځانمرګی له خوا تر سره شوی او ځان پورې یې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي چې ۳۱ تنه ملکی وګړي په کې وژل شوي او۵۶ تنه نور ټپيان شوي.

وسله والو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي خو څه موده وړاندې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې خلک باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

صفت الله محبت