دکابل ښار له واټونو څخه په خیمو ټولولو اجرایه مشر او مشرانو جرګې غبرګون وښود

د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله، مشرانو جرگې او بشري حقونو کمېسیون تېره شپه د پولیسو له لوري د کابل له واټونو د خیمو ټولولو په اړه غبرگون ښوولی، چې ځینو دا کار ناقانونه او ځینو نورو بیا د ښاري نظم لپاره اړتیا بللی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېره شپه کابل کې د پولیسو له لوري د خیمې ټولولو موضوع باید وڅېړل شي.

دغه کمېسیون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حکومت هغه عمل چې تېره شپه یې په زور کابل ښار کې له شېرپور څلور لارې د معترضینو خیمه ټوله کړه د نافذه قوانینو خلاف عمل دی.

خو کمېسیون همداراز له افغانانو غوښتي، چې خپلې غوښتنې دې له سوله‌ییزې لارې تر چارواکو ورسوي او په تاوتریخوالي د مدني حرکتونو د اوښتو مخه دې ونیسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د پولیسو له لوري پر معترضینو برید د بشري حقونو او خلکو د سیاسي ازادۍ پر ضد عمل دی او د افغان حکومت دا کار یې د اندیښنې وړ بللی دی.

کابل کې نن د معترضینو یوه ویاند فهیم معترف وویل، چې تېره شپه پولیسو پر دوی برید کړی، د دوی دوه ملگري یې وژلي، اووه ویشت یې ټپيان کړي او یوولس نور یې نیولي دي.

خو د پولیسو دا کار د ډیرو ښاریانو له هرکلي سره هم مخ شوی، او په وینا یې کابل ښار پر واټونو د خیمو له امله د جنگي ښار بڼه غوره کړې وه.

مشرانو جرگې کې هم نن پر همدې موضوع بحث وشو او ځينو سناتورانو د پولیسو د تېرې شپې د عمل هر کلی وکړ او په وینا یې حکومت باید هغه کسان هم ونیسي، چې د لاریون کوونکو له ادرسه یې پر  پولیسو لاسي بمونه غورځولي او څو پولیس یې ټپيان کړي دي.

خو په جرگې کې ځينو نورو سناتورانو دا کار د ټولو قوانینو خلاف عمل وباله او له حکومته یې په دې اړه وضاحت وغوښت.

د هېواد اجرايیه مشر عبدالله عبدالله بیا د پولیسو له لوري په زور د خیمې ټولول ناسم گام بللی دی.

تېره شپه په داسې حال کې پولیسو د غبرگولي په دوولسمه په لاریون د تاوتریخوالي اوښتو له امله درول شوې خیمې ټولې کړې چې ترې یوه شپه وړاندې ولسمشر غني له مدني فعالانو سره په ناسته کې وویل، د اعتراض په نوم د واټونو بندیدل نور نه شي زغملی.