پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دکابل ښار په دریمه ناحیه کې یو ځانمرګې برید شوې

 

نن دوشنبه سهار ۶بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې یوه انتحاري حمله شوې ده.

د کابل د امنیې قوملندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس جنرال سالم الماس رسنیو ته وویل، انتحاري حمله د افغانستان د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال حاجي محمد محقق کور ته نېږدې شوې خو د تلفاتو په اړه یې لا تر اوسه جزئیات نشته.

له سیمې د خبرونو په اساس تر انتحاري حملې وروسته چې غږ یې تر ډېر ځایه اوریدل شوی ډزې هم شوي خو د کابل امنیتي چارواکو د ډزو تبادله ردوي.

تر اوسه دمرګ ژوبلې او دچاودنې دهدف په اړه کره معلومات نشته.

کومې وسله والې ډلې هم تر دې مهاله دچاودنې مسولیت نه دې منلې.