دکورنیو چارو وزارت (دموټر بم) نیونکو پولیسو ته رتبې او جایزی ورکوي

 

افغان چارواکي دپولیسوهغوافسرانوته فوق العاده ترفیع (رتبې) ورکوي چي تیرې شپه یې په کابل کې تربرید وړاندې  موټربم اوچلونکي کشف اونیولي دی.

په همدې اړه د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک په کابل کې يوه رابلل شوي کنفرانس ته ویلي ،چي دتیرې شپې دبرید دمخنوي له امله یوشمیرافسرانوسره ته رتبې او له ځينو پوليسو سره مالي مرستې کوي.

یاده دې وي چي تیره شپه دکابل ښارپنځمې حوزې په مربوطاتوکې په يوه باروړونکي موټرپه توسط چي په کې ٢٧٠٠ کېلوګرامه منفجره مواد بار شوي وي دکابل پنځمې حوزې کشف او ونیول شو.

دځايي مسؤلینوپه وینا چي یادبریدګر له بارودو بارموټردلوګردروازې لخوا کابل ښارته راداخل کړی و،هغوی وايي چي دلوګردروازه کې سکین کامرې هم ولاړې دي ،دوی وايي چي بریدګردحقاني شبکې لخواعیارشوی و.