دګاز لرونکو شړومبو دزیانونو خبر یاست ؟!؟

شړومبی د څښلو یوه طبیعي ماده ده خو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي ګاز لرونکی شړومبی مه څښۍ، د تغذیې یو متخصص ډاکټر د ګاز لرونکې شړومبي د نه څښلو په اړه داسي وایي:

ګاز لرونکی شړومبی د روغتیا لپاره زیانمن دی ځکه په شړومبي کې داسي ګټور بکتریاوې شته دي چي په بدن کې د خطرناکو مایکرو اورګانیزمونو د ودې مخه نیسي خو هغه وخت چي له شړوبي سره ګاز یوځای کېږې دغه بکتریاوې پکې له منځه ځي.

شړومبی په نړۍ کې د تندې د خړوبولو یوه سنتي ماده ده چي له پېړیو را په دېخوا د خلکو له خوا ګټه ترې اخیستل کېږي، په ډېریو هیوادونو کې خلک دوه ډوله شړومبی څښي، خوږ او ترېو ، د خوږ شړومبي د جوړولو لپاره اړتیا ده چي د لیمو اوبه په شړومبي کې وڅڅول شي او د ترېو شړومبي د جوړولو لپاره مستې، اوبه او مالګې ته اړتیا ده که نعنا هم ورسره یو ځای شي د شړومبي خوند به دوه چنده شي.

په افغانستان، هند او امریکا کې هم ډېر خلک له شړمبي څخه ګټه اخلې، په هند کې شړومبی د لاسي په نامه مشهور دی چي خلک یې هم خوږ او هم ترېو څښي.

هغه خلک چي د وینې فشار لرې په شړومبي کې دي له مالګې اچولو څخه ډډه وکړې، هغه کسان چي د ودې په حال کې وي په یوه ورځ کې څلور برخې کلسیمو ته اړتیا لرې او بالغ کسان بیا درې برخې کلسیمو ته اړتیا لري، دوه ګیلاسه شیدې یا یو ګېلاس مستې د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کولای شي.

په شړومبي کې سترپتوکوکوس ، لاکتوباسیلوس ، بولګاریس او ترموفیلوس نومې بکتریاوې شته دي چي په بدن کې د مضرو مایکرو اورګانیزمونو د ودې مخه نیسې، که چېرته په ورځ کې یو ګېلاس شړومبی وڅښۍ ستاسي د بدن هډوکې به پرې نه ږدي چي منځ یې خالي شي ، شړومبی د نوشابې خلاف چي د هډوکې منځ خالي کوي د بدن د ښې روغتیا د ساتلو لپاره ګټور دی.