دیني عالمان ټاکنې روا بولي

دیني عالمان وایي، ټاکنې په اسلام کې روا دي کومه ستونزه نه لري؛ نو پکار ده، چې ټول خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

دوي وایي، رایه یو امانت دی او وړ سړي ته دې وکار ول شي او که وړ سړي ته ونه کارول شي، کارونکی به یې ګنهګار وي.

دوي ټولې هغه ادعاوي رد کړې، چې ګوندې ټاکنې په اسلام کې ناروا دي.