دیوداس فلم: د شارخ خان نیا مړه شوه

 

د هندي سینما زړه سینمايي ستورې اوا مکرجي د ۸۸ کالو په عمر مړ شوه.

نوموړې په هندوستان کې په فلمونو، تجارتي اعلانونو او ټلویزوني پروګرامونو کې د “نیا” رول له امله ډیره مشهوره وه.

مکرجې د لومړې ځل لپاره په ۱۹۶۳ کال کې په بنګالي فلم کې کار وکړ او بیا ډیر وروسته په ۲۰۰۰ مې کال کې هندي سینما ته راغله.

نوموړې په ۲۰۰۲ م کال کې په دیوداس فلم کې د شارخ خان د نیا رول ولوبولو.

اوا مکرجي په ممبيي کې ساه ورکړه.