پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دې هلک ۸ پطلونونه او ۱۰ یخن قاقونه په یو ځل اغوستي وه؛ خو ولې؟

په خارجي سفرونو کې یوه لویه انديښنه د وزن یعنې بار وي. معمولا په نړیوالو سفرونو کې یو کس یواځې ۳۰ کیلو وزن له ځان سره وړلای شي.

خو دې برتانوي هلک بل چل کړی. خپلې ټولې جامې يې له بکس نه ویستلي او اغوستي يې دي، څو د سامان (بار) وزن يې کم شي.

نوموړی له ایلنډ نه لندن ته تلو، چې په هوايي میدان کې ورته الوتکې ته د پورته کیدو اجازه ورنه کړل شوه.

دا هلک ران کرني ویلیمز نومیږي. هغه وايي، چې ده سره د الوتکې د عمليې له لورې تبعضي چلند شوی او په همدې اساس يې دا له پروازه منعه کړ.

خو د چورلکې چارواکي وايي، چې نوموړي هلک ۸ پتلونونه او ۱۰ یخن قاقونه په تن کړي و، څو د خپل بکس وزن کم وښایي. له دې برسیره، نوموړي هلک د الوتکې له عمليي سره بده رویه هم کړې، چې له امله يې پولیسو ونیوه.

پولیسو یوه ورځ وروسته نوموړی په یوه بله الوتکه کې ولیږه.