سه شنبه , 23 اپریل 2024

د احمدظاهرخوږ غږ،د مين د زړه ټکور!

د جوزا(٢٤) نيټه دافغانستان د نامتو اوخوږ ژبي سندرغاړي احمدظاهر د زوکړې او مړيني له ورځي سره برابره ده.که څه هم احمد ظاهر جسمآ دخپل هنردمينه والو په منځ کي نه شته خو تل پاتي غږ يې اوس هم د موسيقي دهنردوستانو په غوږونو کې انګازي کوي.

احمد ظاهر يو وار له خپلي کورنۍ سره يوځاى دخپل پلار ډاکتر ظاهر د يوه سياسي ماموريت په ترڅ کې هندوستان ته ولاړ او څوکاله هلته پاتې شو. دغه سفر دنوموړي د هنري ژوند له پاره ځکه مهم شو چې هيواد ته د بيرته ستنديو پرمهال دهغه په کارونو کې دمثبت بدلون اغيزې وليدل شوي او هنري ښايستونه يې نور هم وځليدل. دهنر په ډګرکې د احمد ظاهر يونوښت دا وو چې دختيځي او لويديځي موسيقى له آلاتو سره يې غبرګې سندرې ويلې دي.دغه هنري نوښت د هيواد موسيقي ته تازه روح وبښه.

احمدظاهرخپلو سندرو ته دشعرونو دخوښولو په برخه کې ډير حساس او سختګير وو.هرکله به يې چې يويې سندرې ته شعر ټاکه نو ادب پوهانو سره به يې مشوره کوله او آن په شپو،شپو به يې دشعر دانتخاب په اړه فکر کاوه.

نوموړي د حبيبې په عالي ليسه کې د ثانوي زده کړو له پاى ته رسولو وروسته خپلې لوړې زده کړې د پيداګوژۍ په رشته کې سره ته ورسولې او لنډه موده يې په ځينو دولتي ادارو لکه کابل ټايمز او افغان فلم کې کار وکړ. په پنځوسمه لمريزه لسيزه کې دکال غوره سندرغاړى شو او په دې وتوانيد چې د خپل هنر دمينه والو په زړونو کې ځانته ځانګړى ځاى پيدا کړي.

دغه نامتو سندرغاړى د (١٣٢٥) لمريزکال دجوزا په (٢٤) نيټه نړۍ ته سترګي وغړولې او د(١٣٥٨) لمريزکال د جوزا په (٢٤) نيټه يې له نړۍ سترګې پټې کړلې.که څه هم احمدظاهر اوس مهال دخپل هنر دمينه والو په منځ کې نه شته،خو له ځانه يې تل پاتې هنري نوښتونه دموسيقي دهنر مينه والو ته يادګار پريښي دي.

کاپي…