د ادبي کولو دوه لارې

لیکنه : اجمل ښکلى

فرديناند دي سوسور د ژبې د پوهاوي لپاره دوه محوره معرفي کړل، چې يو ته افقي او بل ته عمودي محورونه وايي. افقي محور ته په پښتو کې د خواناستۍ او عمودي هغه ته د ځايناستۍ محور ويلاى شو.

د خواناستۍ په محور کې هغه ژبني توکي (مورفيمونه، کلمې، عبارتونه او فقرې) راځي، چې په يوه جمله کې له يو بل سره خوا په خوا راځي.

په مهالي بعد کې د ژبنيو توکيو پرله پسې والي ته وايي… د خواناستۍ چورليځ (محور) حضوري اړيکه ده. يعنې (په يوه جمله کې) د موجودو توکيواړيکو ته وايي.[1]

۱- شړکنده باران ورېږي.

په پاسنۍ بېلګه کې (شړکنده، باران، ورېږي) له يو بل سره په يوه ليکه (خط) کې راغلي، چې له يو بل سره د خواناستۍ ګرامري اړيکه لري.

په خواناستۍ محور کې خوا په راغلي توکونه د يو بل پر مانا اغېز شيندي، محدودوي او معلوموي يې او په دې توګه په جمله کې انسجام پيدا کوي. دا محدوديتونه درې ډوله دي:

لومړى: په دې کې ځينې محدوديتونه د کلمې له مفهومه پيدا کېږي: مثلا: شنه غوا، چې اصلا په دې رنګ کې غوا نشته.

دويم: د (کلمو) د کارونې ساحه هم د خواناستۍ محدوديت ښيي. يوه کلمه په داسې (وييز) چاپېريال کې راشي، چې له شاوخوا توکيو سره يې ځينې ځانګړنې ګډې وي. مثلا: د مونث جنس لپاره د “نازک بدنې” کلمه.

درېيم: ځينې محدوديتونه د کلمو له ماناوو يا ساحو نه، بلکې پخپله د خواناستۍ زېږنده دي؛ لکه: له “مغزو” او “غوز” سره د “پوچ” د کلمې کارونه[1].[2]

د ځايناستۍ محور: په دې محور کې د يوي جملې غايب ټوکونه راځي. دا ټوکونه په جمله کې نه وي؛ خو د انسان له ذهن نه د جملې د ارکانو مانا محدودوي، مشخصوي او منسجموي.

د هغو امکاناتو استازې ده، چې ويناوال ترې د ګړېدا په بهير کې يو انتخابوي [3]. (باطني، ۱۳۸۲: ۱۸) بېلګه:

۲- هغه ښه زده کوونکى دى.

۳-ښه ښوونکى

۴-مهربانه زوى

د ځايناستۍ چورليځ، غايب توکي په يوه ذهني بالقوه لړ کې پېيي… هره کلمه هر هغه څيز راتداعي کولاى شي، چې يوه نه يوه اړيکه ورسره ولري(سوسور، ۱۳۸۲: ۱۸۰)[4]

په پاسنيو درو جملو کې وينو، چې ويناوال په (زده کوونکى، ښوونکى، زوى) کې په لومړۍ بېلګه کې زده کوونکى، په دويمه کې ښوونکى او په درېيمه کې زوى غوره کړى دى.

په (بريالى له غمه ژاړي) جمله کې احمد، اسمان او… د بريالي ځايناستي کېداى شي؛ خو غم او بريالى د يو بل پر ځاى ځکه نه راځي، چې په خواناستۍ يا افقي محور کې راغلي او دا راته وايي، چې د خواناستو توکيو ادلون بدلون جمله بې مانا کوي يا پکې منفي ابهام پيداکوي؛ خو د ځايناستۍ په محور کې د توکيو له بدلون سره جملې نوې مستقيمې او استعاري ماناوې پيدا کوي.

عمودي اړيکه ويناوال ته د کلمو په بېلابېلو ډلو(کټګوريو) کې د انتخاب اجازه ورکوي.”…خو انتخاب په ځينو مواردو کې اختياري او په ځينو کې اجباري وي:

۵-زه ډوډۍ خورم.

۶-Ø ډوډۍ خورم.

 

په دې جمله کې د فاعل (زه) انتخاب اختياري؛ خو (–ام) اجباري دى.

دا روش د ځايناستۍ له انتخابه زېږي. مطلب دا چې هره ژبه (د غږېدا د بهير) په هر ځاى کې (ويناوال ته) د غوراوي اجازه ورکوي، داسې غوراوى چې هم محدود او هم نامحدود وي. بېلګه:

۷-هغه د جمعې په ورځ مېلمستيا ته ځي.

د دې جملې په هره برخه کې انتخاب نامحدود؛ خو په (جمعه) کې محدود دى.په دې توګه، په ژبه کې مطلق انتخاب نشته. په ځينو ځايونو کې انتخاب پخپله هم اجباري دى. کله د ځينو توکيو انتخاب د نورو توکيو غوراوى يا نه غوراوى اجباري کوي.”[5]

معاصره ژبپوهنه د مانا د ايجاد لپاره له يو بل سره د ژبنيو توکيو د ترکيب دا دوه محوره راپېژني؛ خو مانا يوازې مستقيمه نه وي، بلکې ژبني توکي نامستقيم هم يوې مانا ته اشاره کوي. د ادبي متن ژبه هم په اساس کې ژبه ده؛ خو دا ژبه د فورماليستانو خبره؛ نااشنا او غير عادي ژبه ده.

تشبيه، استعاره، سېمبول، کنايه مرسل مجاز او نور د مستقيمې ژبې د ناعادي کولو وسايل دي؛ خو دا وسايل هم د عادي ژبې له همدغو دوو (خواناستۍ او ځايناستۍ) له محور نه استفاده کوي او د تخيل په مټ د ژبينو توکيو ترمنځ نوې نوې اړيکې کشف کوي. بېلګه:

۸- د تاريخ پاڼې زموږ ډېرې تورې ورځې خوندې کړې دي.

د پاسنۍ جملې موخنه مانا دا ده، چې زموږ هېڅ حالت له تاريخ نه پټېداى نه شي؛ خو دا خبره يې ځکه نامستقيمه کړې ده، چې له يوې خوا پر لوستونکي اغېز وشيندي او له بلې خوا د تاريخ د علم اهميت راته وښيي.

په خواناستې محور کې راغلي د دې جملې ټول توکي له يو بل سره د پاسنۍ مانا او موخې په لېږد کې همنوا دي؛ خو په خپلمنځي ادلون بدلون سره پکې مانيزه ګډوډې پيدا کېږي.

 

د پراګ د ژبپوهنې د مکتب مشهور ژبپوه او فورماليست ياکوبسن د ژبې او ادبياتو پر تړاو مهمې خبرې کړې دي. نوموړي د ژبې په شپږو نقشونو کې يو نقش ادبي ښودلى دى. د ژبې په ادبي نقش کې د پيغام مخه خپل ځان ته وي، چې په دې توګه پيغام پخپله په مرکز کې وي او ژبه له خپلسرې بڼې برجسته سازۍ ته اوړي، چې اديب يې په خلاقيت سازوي او له عادي ژبې بېلوي. “ياکوبسن د ادب د ذاتي ځانګړنو د پېژندلو لپاره د خواناستۍ او ځايناستۍ پر دوو محورو د کلمو له کارونې استفاده کوي. د نوموړي په اند د ځايناستۍ په محور کې په انډولو کلمو کې د يوې انتخاب او د خواناستۍ په محور کې يې د خواناستۍ د څرنګوالي له مخې جملې له ارتباطي نقش ادبي نقش ته اړولاى شو. د نوموړي د وينا: ” له ژبني پلوه د ادبي چلن محک څه ش دى؟ په تېره، په کلي ډول د ادبياتو ذاتي ځانګړنه څه ده؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد په ژبني بهير کې د کلمو د اوډون دوه اساسي وجې يعنې د کلمو غوراوى[2]او ترکيب[3]راياد کړو. که د پيغام موضوع[4] “ماشوم” وي، په ماشوم، کوچني او زلمي کې يو ټاکو. بيا ورپسې د دې موضوع په اړه د وينا لپاره  ويده دى، پروت دى او خوبولى دى غوندېهمريښه فعلو کې يو غوره کوو. ويناوال چې کوم نوم او فعل انتخابوي، په ويناييز بهير کې ترکيبېږي. د کلمو غوراوى پکې د انډولتيا، ورته والي يا ناورته والي، همانيزوالي يا متضادوالي پر بنسټ کېږي. ژبه په ادبي نقش کې کلمې د ځايناستۍ له محوره رااخلي او په خواناستۍ محور کې پېيي.” … د ياکوبسن په اند، د کلمو غوراوى او خوا پر خوا يې راوستل د جملې پر مانا اغېز نه شيندي، بلکې دا اغېز مستقيم د پيغام په رغښت کې راښکاره کېږي او د پيغام مخ ځان ته وراړوي.”[6] د رومن ياکوبسن په عادي ژبې د ادبي ژبې د اوښتو ريښه په دې دوو محورو کې ويني.

د (د تاريخ پاڼې زموږ ډېرې تورې ورځې خوندې کړې دي) جملې ټول توکي خپله خپله مفهومي دايره يا کټګوري لري، چې کوليولي ورته Notional Sphere وايي. د تاريخ د مفهومي دايرې په نېژدې او لرې اجزاوو کې (خوندي کول، پېښې، نېټې، وګړي، ټولنه او، فلسفه، کتاب او…)، د پاڼې په مفهومي دايره کې (کتاب، سپينوالى، حروف، دوات، ونه، ښاخ او…) راځيځ.همداسې د جملې نور اجزا هم دراواخلئ. ويناوال د کوليولي د ژبپوهنې له ليدلوري سره سم د تاريخ له مفهومي دايرې نه يو صفت (خوندي کول) رااخيستي او بيا يې د دې نورو اجزاوو په مفهومي دايره کې د انتخاب په مټ بيان کړي دي.

پر دې بنسټ ويلاى شو، چې هنرمن د خپل تخيل په مټ په ځايناستي محور کې د خپلې موخنې مانا د بيانولو او اغېزناکولو لپاره د بېلابېلو مفاهيمو په بېلابېلو صٖفتونو کې انتخاب کوي او بيا يې په يوه تار کې سره پېيي. دا چاره په بالقوه بڼه لومړى د انسان په ادراک يا ذهن کې ترسره کېږي؛ خو دا بالقوه حالت کله دومره ژر بالفعل حضور ومومي، چې ويناوال يې لا ترمنځ مهالي واټن نشي ناپ کولاى.

“د کلمو له پلوه انسان بېشميره لويه پانګه لري، چې د بېلابېلو موخو او مفاهيمو لپاره پکې انتخاب وکړي؛ خو په ويناييز بهير کې د لومړۍ کلمې انتخاب، د ورپسي کلمې يا کلمو انتخاب محدودوي، ځکه چې ورپسې کلمې د ګرامر له پلوه د دې طبقې له لومړۍ هغې سره سازښت کوي او ځينې يې نه کوي. مثلا: په پښتو کې د صٖفت طبقه تر نوم مخکې راځي او وصفي ترکيبونه ترې جوړېږي. دا امکان ګرامري دى؛ خو د کلمو طرحه[5]  دا اجازه نه راکوي، چې دا دواړه نامحدودې ډلې دې تل له يو بل سره ترکيب کړو.

مثلا: د نوم له ډلې نه د “چغه” کلمه رااخلو. دا کلمه د ستاينوم د ډلې له ټولو غړيو سره ترکيبېږي نه، ځکه چې د ژبې د کلمو طرحه دا مطلق امکان محدودوي، داسې چې “چغه” يوازې له “ورو”، “اوږده”، “زړه ورانوونکې” او نورو صفتونو سره ترکيب جوړولاى شي؛ خو د “پلنه”، “ټينګه”، “سپينه” او… غوندې صٖفتونو سره نه راځي. د نورو نومونو په زياتونه ځايناستي نوره هم محدودېږي: “يوه اوږده چغه يې و…” تر دې وروسته د “کړه” او “اورېده” دوه کلمې ټاکلاى شو:

يوه اوږده چغه يې وکړه/واورېده.

د کلمو په ځايناستۍ کې د بېلابېلو ډلګيو سازښت (مطابقت) ډېر مهم دى. په ويناييز بهير کې د بېلابېلو ډلو مطابقت ته خواناستي وايي. د خواناستۍ په محور کې د ډلو د ځينو غړيو ځايناستي کله شونې وي، کله نه. لومړي مورد ته مثبت او دويم ته منفي وايو. په بله وينا، د بېلابېلو ځايناستي ډلې د خواناستۍ په محور کې په ځينو مواردو کې مثبت او ځينو کې منفي نقش لوبوي.

مثبت مورد: لاندې کلمې خوا په خوا راتلاى شي:

پاکه هوا، تازه هوا، سړه هوا

منفي مورد: لاندې کلمې خوا په خوا نه راځي:

ستومانه هوا، لنډه هوا، لرې هوا[7]

خو ادب د مستقيمې ژبې له محدودولو سرغړونه کوي او په کلمو کې نوي مانيز اړخونه پيدا کوي.(مټې) د انسان د وجود غړى دى. د کوم پلار چې زوى مړ وي، ښايي له خولې (مټې مې پرې شوې) جمله واورو. دلته (مټو) نوې مانا موندلې ده.په دې ډول ادب د کلمو ماناوې پراخوي او ژبه لا پېچلې او بډايه کوي.د ژبې په اړه پخوانى تصور مجرد و. ژبپوهانو فکر کاوه، چې هر ژبنى توک خپلواکه مانا لري؛ خو فرديناند دو سوسور د رغښت د تيورۍ په مټ ثابته کړه، چې هر ژبنى توک خپله مانا په ژبني جال يا رغښت کې څرګندوي. په رغښت کې بېلابېل ژبني توکي له يو بل سره اړيکې جوړوي. د فرديناند دو سوسور د رغښت خبره وروستيو ټولو ژبپوهنيزو مکتبونو ومنله؛ خو د دې رغښت د رامنځته کولو لپاره يې بېلابېلې زاويې وکارولې.

د خاطر لاندې شعر د ژبپوهنې په منطق سم نه دى:

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم

چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو

د دې شعر کلي مانا په يوه منثوره جمله کې وايو؛

۹- زه په ړندو سترګو تا وينم.

ژبپوهنه وايي، چې ړوندوالى او ليدل دوه متضاد مفاهيم دي، چې له واقعيت سره سمون نه لري او له يو بل سره يې د ترکيبېدو امکان نشته؛ خو موږ هم بيا له دې شعر نه خوند اخلو، ځکه چې له مستقيمې ژبې نه يې بغاوت کړى. د ادب په ايجاد او لوست کې د مستقيمې ژبې له اختناق او تحديده د بغاوت لاس نشو ردولاى. دا شعر ځکه خوند راکوي، چې راته وايي، چې د انسان د کتلو لپاره د سترګو محدوديتونه اړين نه دي، بلکې بې سترګو هم کاته ممکن دي.د هنر يوه موخه دا ده، چې انسان له خپل هر ډول محدوديته ازاد کړي. په اسطورو کې د يوه ټاکلي زمان نشت هم د انسان د همدې آرزو ښودانه کوي.

په مستقيمه ژبه کې د متناقضو(پارډوکسي) مفاهيمو امکان نشته؛ خو انسان په ذهن کې د پاډوکسي حالت وجود منلى غوندې دى، ځکه خو يې په شاعرۍ کې پاراډوکسونو ته تمايل وينو.

له پاسني شعره د خوند اخيستو يو بل لامل دا دى چې شاعر زړه هم د سترګو څښتن ګڼي او تر عادي سترګو اهميت ورکوي، ځکه چې عادي سترګې ظاهر ته؛ خو د زړه سترګې باطن ته ګوري. د شاعر موخه دا ده، چې اصل تماشا خو د زړه په سترګو شي. د زړه سترګې د چا ظاهري ښايست او شتو ته نه ګوري، بلکې باطني ښايست(اخلاقو/مينې) ته يې اهميت ورکوي. موږ چې له مينې محرومه خلکيو او وينو، چې شتمن خلک په پيسو هر ښايست اخيستلاى شي،له دې ډول شعرونو خوند اخلو.

په مستقيمه ژبه کې د (ړندو سترګو ليدل، په ولاړه کې روان، خراب اباد، تياره ورځ او…) غوندې مفاهيمو امکان نشته؛ خو ادب دا په درنو کاڼو تلي. د دې مانا دا نه ده، چې ادب د عادي ژبې قوانين چورلټ ورانوي، ځکه چې ادب ژبني رغښت ته په هر حال کې اړتيا لري؛ خو په دې رغښت کې داسې توکي سره ترکيبوي، چې د ژبپوهنې په منطق ناسم او د ادبپوهنې په منطق برابر وي. په دې توګه ادب هڅه کوي، چې په عادي ژبه کې د ډېرو ماناوو د لېږد ظرفيت پيدا کړي؛ خو ژبه بيا هم ورپسې سوي رڼوي او بېدرېغه سرغړونو ته يې نه پرېږدي. مثلا: که پاسنى شعر په لاندې ډول تحريف کړو:

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم

چا رڼا ليدلې په کڼو سترګو

 

د سترګو صفتونه ړوندوالى او بينايي دي، کوڼوالى د غوږونو صٖفت دى. په تخيلي ژبه کې د (سترګو) له مفهوم سره د (کوڼوالي) د مفهوم د ترکيب امکان نشته او دا ښيي، چې ادب هم د خپل ځان د خونديتوب لپاره قوانين لري.

د ادبي مفاهيمو د ترکيب لپاره هم د عادي ژبې د ځايناستۍ او خواناستۍ له محورونو استفاده کېږي. د سترګو د تخيلي مفهوم په دايره (Notional Sphere) کې د (ړوندوالي) صفت هم راځي؛ کله مو چې دا مفاهيم د رڼا له مفهوم سره په خواناستي محور کې راوستل، له تخيلي پلوه يې د ترکيب امکان و؛ خو کله مو چې د رڼا له مفهوم سره د کوڼوالي د مفهوم د ترکيب هڅه وکړه، خواناستي محور پرېنښودو.

که د يوې کلمې له مفهومي چاپيريال يا دايرې (Notional sphere)، چې د لغوي زېرمې ښکارندويي کوي، خبر نه اوسو، په دې حالت کې ابهام په شعر کې نه دى، بلکې زموږ له کمې لغوي زېرمې زېږېدلى. شيدا وايي:

قافله يې په هر لور غنوده وينې

چې شيدا چېرې په دا بيابان سر وي[8]

(د شيدا ديوان: ۲۵۱)

که د (غنوده) په مانا(ويده) پوه وو، په شعر کې ابهام نه وينو. پوهېږو، چې شيدا چې د ژوند په بيابان سر دى، د بخت قافله يې تل ويده وي.

خو که د يوه شعر د ځايناستۍ او خواناستۍپه محور کې ستونزه وي، ابهام د شعر له ناسم ترکيبه پيدا شوى.شيدا فرمايي:

تور لېمه به يې اوبه لکه قلم شي

چې مين په هغه ښکلې دلربا دى[9]

(د شيد ديوان: ۲۵۴)

 

(لېمه) له (قلم) سره په يوه خواناستي محور کې راغلي. لوستونکى د قلم او لېمو ترمنځ عيني مناسبت خو نه ويني؛ خو تخيلي مناسبت کې لومړى تلولى کېږي. پخوا به خلکو بېلابېل شيان سره يوځاى کړل، رنګ به يې ترې جوړ کړ، هغه به يې دوات کې واچاوه او چې کله به يې څه ليکل، د کړکي څوکه به يې پکې ډوبه کړه، بيا به يې پر پاڼه راښکله. شاعر ته د قلم له څوکې د رنګ د تويېدلو او له سترګو د اوښکو د تويېدلو ترمنځ ورته والى ښکاره شوى او په يوه خواناستي محور کې يې سره پېيلي، ځکه نو له تخيلي زاويې پکې کوم ابهام نشته؛ خو د وسمهال لوستونکى چې د کړکو پر ځاى له خودکارو قلمونو استفاده کوي، په دې شعر کې ابهام ويني. په دې توګه ويلاى شو، چې وخت هم د يوې کلمې په مفهومي دايره کې ګوتي وهي، نوي صفتونه ورننباسي او موجود ترې وباسي. (فلک) چې زموږ په ژوند کې نشته، زموږ لپاره تر هغې پورې مبهم دى، چې په پخواني کلچر کې يې په مانا پوه نشو.

د ځايناستۍ او خواناستۍ محورونه راسره د شعرونو د ابهام په معلومولو کې اغېزناکه مرسته کولاى شي او د ليچ په اند له ادب سره د عادي ژبې د غږيزو، وييزو، نحوي، ليکنيو، مانيزو، لهجوي او سبکي قواعدو په ماتولو کې مرسته کوي يا پرې نوي څه ورزياتوي.[10]

ماخذونه:

[1]دا محدويتونه ښيي، چې خواناستې کلمې که دا ځانګړنې ولري، د يو بل په خوا کې نه راځي.

[2]د ځايناستۍ محور ته اشاره ده.

[3]د خواناستۍ محور ته يې اشاره ده.

[4]پر څه چې خبرې کېږي.

[5]د کلمو مفهومي دايره/محدوده.

[1]حميدزۍ، راحله. ۱۳۹۷. ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګرايي هاليدى. د دکتور ډيزرټېشن. ناچاپ: ۱۷

2پاسنى اثر: ۱۸

[3]باطني، محمد رضا. ۱۳۸۲. توصيف ساختمان دستورى زبان فارسى بر بنياد يک نظريۀ عمومى زبان، چاپ- ۱۴. تهران: امير کبير

[4]سوسور، فردينان. ۱۳۸۲. دوره زبان شناسى عمومى. ترجمه کورش صفوى، تهران: هرمس

[5]حميدزۍ، راحله. ۱۳۹۷. ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګرايي هاليدى. د دکتور ډيزرټېشن. ناچاپ: ۱۹

[6]صفوي، کورش. ۱۳۸۳. از زبان شناسي به ادبيات. جلد اول: نظم. تهران: سوره مهر، ۳۸-۳۹

[7]حميدزۍ، راحله. ۱۳۹۷. ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګرايي هاليدى. د دکتور ډيزرټېشن. ناچاپ: ۲۳-۲۵

[8]د کاظم خان شيد ديوان. ۱۳۸۴. د حنيف خليل په زيار. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

[9]پاسنى اثر، ۲۵۴

[10]صفوي، کورش. ۱۳۸۳. از زبان شناسي به ادبيات. جلد اول: نظم. تهران: سوره مهر