د ازموينو پر مهال څه ډول مطالعه وکړو؟

ليکوال: محمد عزیز پردېس

د ازموينې په شپه درس ويل د زده کوونکو ترمنځ يوه تاريخي ستونزه ده، په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې خپل کافي او ګټور وختونه يې له لاسه ورکړي وي او اوس د درسونو د زيات حجم سره ازموينې ته چمتووالی نيسي او وخت يې هم کم وي.

د دې ستونزې لپاره د حل لار ه څه ده؟ غوره کړنلاره يې څه ده؟ د درسونو د ښه لوستلو لپاره مناسبې لارې چارې کومې دي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د دې مقالې په لوستلو به يې ځوابونه ترلاسه کړئ.

وروستۍ څېړنې ښيي چې د ازموينې پر شپه د تر ناوخته کښېناستل او درس لوستل نه يواځې دا چې کومه ګټه نه لري، بلکې د انسان روغتيايي حالت ته ډېر زيانونه اړولی شي.

په ۲۰۱۰ م کال کې د  Applied cognitive psychology  موسسې يوې څېړنې دا ثابته کړه چې د درس لوستلو پر مهال د موسيقۍ او يا د بل هرڅه اورېدل، د ازموينې پر مهال د لوستونکو د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي او مطالب يې ډېر په ذهنونو کې نه پاتې کېږي.

په دې ليکنه کې به تاسو ته د دې ستونزې د حل لپاره شپږ ګټورې او اسانه لارښوونې وړانديز شي چې په عملي کولو به يې، پرته له شکه  دا ستونزه هواره شي.

۱- د پرلپسې درسي موضوعاتو د زده کړې څخه ډډه وکړئ

که تاسو پرلپسې د څو ساعتونو لپاره پرته له کومې تفرېح درس ووايئ، نه يواځې دا چې ګټه نه لري، بلکې ستاسو لنډ مهالې حافظې ته هم ستونزې پېښولی شي.

 

د دې پر ځای چې تاسو په لږ وخت کې ډېر مالومات ولولئ او په خپل ذهن فشار راوړئ، نو غوره به دا وي چې لږه لږه مطالعه په مختلفو وختونو کې وکړئ او له دې برخو برخو مطالعو څخه لنډ يادښتونه وليکئ او وروسته دا يادښتونه تکرار کړئ، ترڅو لوستل شوي مطالب ستاسو ذهن کې پاتې او حک شي.

د مطالعې په دمو (وقفو) کې ورزش وکړئ، ځکه ورزش ستاسو حافظه او ټول بدن ته يو ډول سکون ورکوي او د بياځلې مطالعې لپاره يې چمتو کوي.

۲- د وخت لپاره برنامه جوړه کړئ

د هرې ۳۰ دقيقه يې او ۵۰ دقيقه يې مطالعې څخه وروسته تاسو ته د ۱۰ دقيقو د دمه کولو ( تفرېـح )  وړانديز کېږي.

که څه هم د پورتنې زماني مديريت عملي کول دومره لازمي نه دي، خو بايد هڅه وشي چې د مطالعې لپاره منظم وخت په نظر کې ونيول شي. د مطالعې پر وخت چې کله دمه کوئ، بايد د ورزش او خوراک څخه ګټه واخلئ.

تاسو ته وړانديز کو چې د دمې يا استراحت پر مهال له داسې کړنو جدا ډډه وکړئ چې ستاسو د حافظې د کمزورۍ لامل ګرځي. د بېلګې په ډول:  د داسې لوبو او ويډو ګانو کتل چې ستاسو د انرژۍ د مصرفېدو لامل ګرځي.

د تفرېح پر مهال ځينې سپک او اسانه کارونه ترسره کړئ چې ستاسو د انرژۍ د مصرفېدو لامل ونه ګرځي. د بېلګې په ډول: سترګې مو پټې کړئ او يو څو شېبې د هېڅ څه په اړه فکر مه کوئ، هڅه وکړئ د دمې پرمهال د قندي موادو څخه هم ګټه پورته کړئ او ويې خورئ، قدم ووهئ … .

که لوستل شوي مطالب وروسته د ۲۴ ساعتونو څخه بيا ځلې مرور شي نو ٪۶۰ به ستاسو ذهنونو کې پاتې شي.

۳- د هغو موضوعاتو څخه ډډه وکړئ چې ستاسو د حواسو د ګډوډۍ لامل ګرځي

د درس لوستلو پر مهال داسې ځای يا چاپېريال ځان ته وټاکئ چې ستاسو د حواسو د مصروفېدو مخنيوی وکړي او ټول فکر مو زده کړې ته واوسي.

د بېلګې په ډول هغه ځايونه چې د خلکو او نورو وسايلو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، هلته د مطالعې کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه ستاسو د نه تمرکز لامل ګرځي او تاسو نشئ کولی هلته ګټوره مطالعه ترسره کړئ.

تفريحي ارامه پارکونه، کتابتونونه، شين او ښېرازه چاپېريال … د لوستلو لپاره ترټولو غوره ځايونه بلل شوي دي.

۴- له بېړې (عجلې) څخه ډډه وکړئ

په چټکۍ او تېزۍ سره مطالعه کول يوه ترټولو بې ګټې او ناکامه کړنلاره ده.

دې کړنلارې سره ډېری لوستونکي عادت دي، د دې کړنلارې په ګټې اخېستلو سره د څپرکيو (فصلونو) لومړۍ او اخره برخه مو په ذهن کې پاتې کېږي، حال داچې د څپرکي د منځ موضوعات مو له ذهنه وځي او په ياد کې مو نه پاتې کېږي.

سمه ده چې د سرليکونو او عنوانو زده کول مهم دي، خو د اصلي مطالبو ‌ذهن ته سپارل هم اړين دي. ځکه د ازموينې پر مهال تاسو ته ډېری پوښتنې د مطالبو او محتوياتو څخه راوستل کيږي.

۵- خوب مو پوره کړئ

بالغه ځوانان د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۹ يا ۱۰ ساعته خوب ته اړتيا لري. وروستۍ څېړنې ښيي: که ۸ ساعته خوب وکړئ او بيا د ډېرو ساعتونو لپاره مطالعه وکړې نو مطالب به مو په ذهن کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي او حافظه به مو ښه کار کوي.

خوب ستاسو ذهن ترميم کوي او د خوب کموالی ستاسو د مغز د اختلال او ګډوډۍ لامل ګرځي. د ورځې په اوږدو کې د انسان ټول بدن مصروف او ستړی وي، چې همدا خوب ستاسو د ذهني ستړياو په رفع کولو کې رغنده رول لوبوي او بيا ځلې مو د کار لپاره چمتو کوي.

 

۶- خپل ارامښت حفظ کړئ

هېڅکله ازموينې ته مه وراخطا کېږئ. يو مشهوره قول دی چې وايي: ازموينه خپله دومره ستونزمنه نه ده، بلکې يوازې نوم ( ازموينه، امتحان Exam ) يې سخت دی.

که هرې درسې جلسې کې ګډون ولرو او مطالب د ورځو په اوږدو کې مرور او تمرين کړو نو د ازموينو پر مهال به مو په ذهن دومره فشار نه وي.

– هر درسې ساعت ته په ټاکلي وخت حاضر شئ، که مو ناوخته کړه له ټولګيوالو څخه مو د ورکړل شوي لکچر په هکله پوښتنې وکړئ او خپلې ستونزې هوارې کړې.

– د هرې جلسې پر مال خپل ټول درسي وسايل لکه، قلم، پنسل، پنسل پاک، کتابچې، درسي کتابونه، ( د اړتيا پر مهال موبايل يا هم غږ ثبت کوونکې اله ) … بايد له ځان سره ولرئ.

– درسونو ته مو پلان جوړ کړئ: ستونزمن درسونه څو څو ځلې او ساده درسونه دوه يا درې ځلې مرور کړئ.

– مطالعه په مينې او شوق سره وکړئ. ( د زور او جبر مطالعه بې پايلې ده ).

دا په ياد ولرئ چې د ښوونځي او پوهنتون پر مهال خوله تويول او زيار ويستل ستاسو راتلونکی جوړوي او ستاسو د راتلونکې لپاره ستره پانګه ده.

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس