د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي سبا په عمان کې پر سوله غږېږي

 

 

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي سبا دوشنبه د عُمان په پلازمېنه، مَسقط کې سره ګوري او د افغانستان پر سوله خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په لومړۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته ولاړ او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د افغانستان په ګډون، د ټولې جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په وینا کې پر پاکستان تور پورې کړ چې تروریستانو ته يې پناه ورکړې او پر اسلام اباد يې غږ وکړ چې ډېر ژر د افراطي ډلو او تروریستانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي چې د امریکا نوې ستراتېژۍ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان دریځ لا پیاوړی کړی دی.

 

هغه د افغانستان د سولې لپاره په عُمان کې د څلور اړخېزې غونډې د اهمیت په اړه رسنیو ته وویل:موږ باور لرو چې د هر بل وخت په پرتله، د دې ښه فرصت برابر شوی چې پاکستان د بېلابېلو تروریستي ډلو پرضد د مبارزې او له خپلې خاورې د هغوی د ایستلو لپاره کلک ګام پورته کړي.”

په مسقط کې په جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ګډون کوي.

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخېزو غونډو لړۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې له اسلام اباده پېل کړه خو له څرګندې پایلې پرته، دا لړۍ ختمه شوه.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا پر پاکستان تور پورې کوي چې له وعدې سره سم یې د وسله والو طالبانو استازي د سولې په مذاکرو کې د ګډون لپاره قانع نه کړو.

اسلام اباد دا تورونه رد کړي او وايي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

خو د واشنګټن په وودرو ویلسون تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې څارونکی، مایکل کوګلمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې له هغو دوو عمده دلیلونو پرده پورته کړه چې د ښاغلي کوګلمن په باور په افغانستان کې د سولې د هڅو د کامیابۍ مخنیوی یې کړی دی.

نوموړی وايي:

“لومړی خنډ پاکستان دی. سره له دې چې هغه هېواد د سولې د بهیر د ملاتړ عمومي پیغامونه ورکوي، هېڅ داسې عملي نښه نه څرګندېږي چې پاکستان د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د استازو د چمتو کولو لپاره له خپله نفوذه کار اخیستی وي. بله ستره ستونزه طالبان دي. زه په وضاحت او تاکید وایم، څو چې هغوی د جګړې په ډګر کې برلاسي وي، د افغانستان له حکومت سره سولې او د جګړې له ډګره وتلو ته هېڅ انګېزه نه لري.”

خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وروستۍ وینا کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې بری نه شي ګټلای او هغوی ته یې مشوره ورکړه چې د سولې خبرو ته غاړه کښېږدي.