پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د افغانستان د باوولینګ ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په موخه کوېټ ته ولاړه

په دې لوبډله کې نارینه او ښځينه لوبغاړي شامل دي، چې په یادو سیالیو کې به د بېلابېلو هېوادونو سره لوبي ترسره کړي.

د افغانستان د باوولینګ فدراسیون مسؤلین وایي، ملي لوبډله یې د اسیا اتلولۍ په سیالیو کې ګډون په موخه د یکشنبې په ورځ کوېټ هېواد ته لاړه.

دغه سیالۍ نن پیل شوې او روانې اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

کوېټ ته په دغې سفر کې چې افغان لوبغاړو کړی، درې نارینه او دوه ښځینه لوبغاړي شامل دي.

همدارنګه دوه نارینه روزونکي، دوه ښځینه روزونکي او یو د لوبډلې مشر په کې ګډون کړی دی.

په آسیا کې دا لومړی ځل دی، چي افغان لوبغاړي د باوولینګ سیالیو لپاره یوه هېواد ته سفر کوي.

د افغانستان د باوولینګ ملي لوبغاړو تېر کال په لومړي ځل د باوولینګ په نړیوالو سالیو کې، چې د هانګ کانګ په کوربتوب ترسره شوې ګډون کړی وو.