د افغانستان معلولینو کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د هېواد د معلولینو کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللې وه.

یادې لوبډلې په نړیوال جام کې کوربه انګلستان، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ته په پرله پسې توګه ماتې ورکړې وې او نیمه پای لوبې ته یې لار موندلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نیمه پای لوبه کې یې انګلستان ماتې وخوړه او پای لوبې ته له وتلو پاتې شوه.

د نړیوال جام پای لوبه د هند معلولینو وګټله او اتلولي یې خپله کړه.