د افغانستان ورزشي ډله د المپیکي سیالیو لپاره اندونیزیا ته لاړه

د افغانستان ۱۲۰ کسیزه ورزشي لوبډله، چې د ۱۹ روزونکو په شمول پکې ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي شامل وه د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته لاړل.

دا لوبغاړي به د ۱۸م پړاو په دې المپیکي سیالیو کې د ځغاستې، لامبو وهنې، باسکېټبال، غېږنیونې، تکواندو، پراشوټ ‌اوچتونې، بډمنټون، جوجیستو، جودو، کراټې، سوک‌ وهنې، وزن‌اوچتونې، ووشو، والیبال، رګبي او کورش برخه کې سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په اتلسمه نېټه پیلیږي او د ۴۵ اسیایي هېوادونو څخه به پکې په زرګونه لوبغاړي په ۴۲ ورزشي رشتو کې برخه واخلي او د سیپتمبر تر دویمې نېټې به دوام وکړي.

لوبغاړي وایې دې سیالیو ته یې چمتولای نیولی او هېله لري چې لاسته راوړنې به ولري.

ولسمشر محمداشرف غني اندونیزیا ته له روانېدو مخکې ګډونوالو لوبغاړیو سره په لیدنه کې د یو حکم په ترڅ کې د نغدو جایزو منظوري ورکړه او لوبغاړي یې وهڅول چې هېواد ته مډالونه راوړي.

نوموړي ویلي که هر لوبغاړی د سږ کال اسیایي المپیک سیالیو څخه د سرو زرو مډال وګټي نو ترټولو ستره ۱۰ زره امریکایي ډالره نغده جایزه به ورکړي.

د سپینو زرو مډال ګټونکو ته د ۷ زرو امریکایي ډالرو او د برونزو مډال ‌ګټونکو لوبغاړیو ته بیا د ۵ زرو امریکایي ډالرو جایزې اعلان شوې.

خبریال : نصرت الله عمرزی