پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د افغانستان وضعیت ته په کتو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، امریکایي ځواکونو وتل او نه وتل د افغانستان وضعیت پورې تړاو لري.

هغه ویلي، ټرمپ په افغانستان کې دوه موخې لري، یو دا چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو رامنځ ته شوې لاس ته راوړنې وساتي او بل دا چې له دغه هېواد امریکا ته پېښېدونکي خطرونه له منځه یوسي.

دده په وینا تر هغه چې امریکا له یادو دواړو هدفونو ډاډمنه شوې نه وي دوی له افغانستان د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه کوي.

پمپیو بیا هم ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په کتو به له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. نوموړي دداعش ډلې پر وړاندې هم پر مبارزې ټینګار کړی دی او وایي دغه ډله به د نړۍ په هر ځای کې له منځه یوسي.