پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د افغان سولې په اړه خبرې او بحثونه رغوونکي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د زلمي خلیلزاد سره کتلی او د افغان سولې په اړه یې خوښې ښودلې ولسمشر غني همدا راز په دې برخه کې د جرمني حکومت رول هم مهم بللی.

له پنځه میاشتو وروسته پاکستان له افغانستان سره هوکړه کړې چې خپل فضايي حریم به د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.

هېواد کې د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس محمد قاسم وفاييزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان له لوري د ټاکلي وخت له مخې، هغه هېواد باید د جون په ۱۴مه د افغان پروازونو پرمخ خپل فضايي حریم خلاص کړي.

دی وايي: “کومه هوکړه چې د افغانستان د مشرتابه او پاکستان ترمنځ شوې، زموږ تمه دا ده چې د روانې میاشتې په ۱۴مه یعنې دوه ورځې وروسته، پاکستان د افغان پروازونو پر وړاندې د خپل فضايي حریم بندېدل پای ته ورسوي.

په ورته وخت د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، افغانستان د دې له امله هره ورځ یو لک ډالره زیان لیدلی او د تېرو نږدې ۵ میاشتو محاسبې يې ښودلې چې د افغانستان سوداګرۍ ته ۲۵ میلیونه ډالره اقتصادي زیان رسیدلی دی.