پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د افغان سولې په اړه د یو بل ماموریت لپاره چمتو والی نیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي چې دی د افغان سولې لپاره د یوبل ماموریت چمتوالی نیسي.

خلیلزاد زیاته کړې چې، ددې ماموریت د چمتو والي لپاره یې واشنګټن کې د جرمني او هند له سفیرانو او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو بل ماموریت ته چمتوالی نیسي، چې د هغه په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرت د چنګاښ په اتلسمه په دوحه کې پای ته ورسیدل