د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې سينګاپور لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپير ماته ورکړه .
د کرکت بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل چې د لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان ۱۹ کلنو د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې، وټاکل شو.
د سينګاپور لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۱ منډې جوړې کړې او افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.
دغه لوبې د نړیوال جام د غوراوي په هدف پیل شوي چی د جولای تر ۲۶ مې نېټې به دوام
وکړي او یوازې یوه لوبډله به نړیوال جام ته لار پیدا کړي.