پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د اقتصادي ژوند لپاره څولارښوونې او وړاندیزونه

لیکنه: صفي الله حسن زی

داچې زموږ ټولنه کې دډیری کسانو اقتصادي وضعیت ښه ندی، نو ددې لپاره چې دوي دهمدې ضعیفه اقتصاد پرمټ دژوندانه له ستونزو سره مبارزه وکولای شي او خپل ژوندپرمخ بوزي نو ورته ځینې لارښوونې او وړاندیزونه لرم.

اول: ځینې اړین توکي په عمده ډول وپلورئ

که دقيق واوسئ په زیاتره سوپرمارکېټو کې ځینې لازمي توکي په عمده ډول ترسترګو کیږي، داتوکي په عین کیفیت او دهماغه کارخانې له لوري تولیدشوي دي،کوښښ وکړي هغه توکي چې په پرچون شکل اخلی په عمده ډول واخلئ په عمده ډول دتوکو اخستل نظر پرچون شکل ته په کمه بیه ترلاسه کولی شئ.

دوهم: په بیړه خریداري مه کوئ

له شک پرته ټول کوښښ کوي اوغواړي هغه توکي چې نوي بازارته وړاندې شوي وي لومړی ترلاسه کړي اوځینې نوربیاغواړي چې نوي او اخري ماډل اجناس ترلاسه کړي،کوښښ وکړئ لدې څخه لرې واوسئ، څو اونۍ انتظاروباسئ ترڅودنوموړي جنس ګرم بازار سوړشي بیا همدغه جنس په ارزانه بیه ترلاسه کولی شی.په یاد ولرئ هغه کسان چې په بیړه خریداري کوي تل له پښیمانۍ سره مخ کیږي.

دریم: دخریداری لپاره مناسب وخت وټاکئ

دخریداری لپاره مناسب وخت ټاکل ډېرمهم دي، زموږ په ټولنه کې زیاتره سوداګر خپل مالونه دقیمتۍ وخت لپاره ساتي اویاهم دبازار انحصار په لاس کې لري نو کوښښ وکړئ چې خریداري په ټاکلي وخت کې وکړئ، دمثال په ډول داخترونو لپاره دتوکو اخستل یا هم دنوي کال، دمور ورځ ….لپاره د ډالۍ اخستل پدې ورځوکې مناسب ندي ځکه دې وخت کې پلورونکي کوښښ کوي چې خپل توکي په لوړه بیه وپلوري، نو کوښښ وکړئ خریداري مخکې وکړئ.

څلورم: په ټلیفوني اړیکو کې مقتصد واوسئ

تاسو دخپلې کورنۍ، ملګرو اوخپلوانو سره دټلیفوني اړیکي دټینګولو لپاره مجبوریاستی په خپل حساب کې پیسې اضافه کړی، کوښښ وکړئ یوازې دضرورت په وخت کې اړیکه ونیسئ اود بې ځایه اړیکې نیولو څخه ډډه وکړئ، که چېرې یوه میاشت موخپلې ټلیفوني اړیکې یوازې دضرورت په وخت کې کارولې وي نودمخکینیو میاشتو په پرتله به داضافي مصرف لوي توپيروګورئ.

پنځم: کوښښ وکړئ ښه کیفیت لرونکي توکي وپيرئ

دښه کیفیت لرونکو توکو داخستلولپاره مجبوریاستی ډېرې پیسې ورکړی اما داکومه غلطي نده، ځکه ښه کیفیت لرونکي توکي ډېرعمرلري او دټيټ کیفیت لرونکي توکي که څه هم په ټیټه بیه ترلاسه کولی شی مګر تاسومجبور یئ چې په لږه موده کې یې تبدیل کړی اوپدې ډول سره د ډېرې ورکړې اوتادیې سره مخ کیږی.

شپږم: په پیرلو کې ترډېره چنه ووهئ

هره روپۍ چې تاسو لدې لارې پس اندازکوی کولی شي چې دبل توکي په اخستلوکې له تاسوسره مرسته وکړي، نو هیڅکه په چنه وهلو مه خجالت کیږئ.

اووم: ډېری کارونه پخپله ترسره کړئ

دځینې کارونو دسرته رسولو لپاره ددې پرځای چې بل کس وګماری په پوره حوصله اویاهم له لارښوود کتاب څخه په ګټه اخستلوسره خپله ترسره کړئ، دمثال په ډول دکورتعمیرجوړول، نقاشي کول، باغواني…….

آتم: له اضافي اوغیرضروري خرایداری څخه لاس واخلئ

دکوم ځانګړي توکې داخستلو پرته کله چې له کوره بهر راوځی اضافي پیسې له ځانه سره مه وړئ.

نهم: ورستی وړاندیز

مخکې لدې چې نوي توکي واخلی، له ځان څخه داپوښتنه وکړئ چې آيا په رښتیا نوموړي توکي ته اړتیا لرم او کنه؟