چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د المپیک کمېټې او بدني روزنې رئیس حفیظ ولي څارنوالۍ ته بلل شوی

د راپورونو پر اساس حفیظ ولي له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه ګټه پورته کړې او له همدې امله تر څارنې لاندې دی.

لویې څارنوالۍ ویلي، چې په المپیک کمېټه کې له دندو د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه یې قضیې راسپړلې دي او په دې برخه کې یې د المپیک کمېټې رئیس هم د ځوابونو لپاره رابللی دی.

د ملي المپیک په کمېټه کې وخت ناوخت له وظیفوي صلاحیتونو د ناسمې استفادې او کمکارۍ راپورونه خپرېږي.