پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د امریکا سفیر: له داعش نه د امریکا د ملاتړ خبره د تمسخر وړ ده

کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، له داعش نه د امریکا د ملاتړ ادعا د تمسخر وړ خبره ده او ایران او روسیه دغه ډول تورونه لگوي.

نوموړي ویلي، ایران او روسیه ځکه دغه کار کوي، چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له خپل مسوولیته ځان خلاص کړي او د خلکو ذهنونه بدل کړي.

نوموړي له رسنیو سره په دوو جلا جلا مرکو کې پر دې مسئله خبرې کړي او ویلي یې دي، چې امریکا له داعش سره په مبارزه کې رښتیني گامونه اخیستي دي او هغه کسان چې امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنوي له خپل مسوولیته ځان خلاصوي.

د امریکا سفیر همداراز زیاته کړې چې پر طالبانو به د دوی نظامي فشارونه د دې لپاره دوام ولري، چې دغه ډله سولې ته غاړه کیږدي.

جان باس وایي، طالبانو ته هره ورځ درنه مرگ ژوبله اوړي او دا ښيي، چې دغه ډله تر فشار لاندې ده.

هغه همداراز هیله څرگنده کړې، چې طالبان د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي او په دې توگه د افغان کړکیچ د هواري لپاره یوه سوله ییزه لاره پیدا شي.