چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د امریکا ولسمشر وویل، له اروپاېي اتحاد نه د وتلو په اړه یې د بریتانیا صدراعظمې تریزامی مشوره ونه منله

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یوې بریتانوي ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپایي ټولنې نه د وتلو لپاره دد بریتانیا د صدراعظمې تریزا می په چلند انتقاد کړی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایې که بریتانیا له پلان سره سم د اروپایې اتحاد نه ووځي، ښایي چې متحده ایالات ورسره ځانگړی تجارتي تړون لاس لیک نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د بریتانیا د صدراعظمې تریزامي سره د مذاکراتو لپاره له بروکسل نه د پنجشنبی ورځ لندن ته رسیدلی دغه خبره یې د جمعې په ورځ د لندن له یوې ورځپاڼې سره په ځانگړې مرکه کې وکړه.

د امریکا ولسمشر وویل، له اروپاېي اتحاد نه د وتلو په اړه یې د بریتانیا صدراعظمې تریزامی مشوره ونه منله.

ټرمپ زیاته کړه، چې ځانگړې تجارتي تړون ځکه نه شي لاس لیک کولاې چې امریکا له اروپایې اتحاد سره تجارتي موافقې لري.

د برېتانیې کابینې له اروپایې اتحادې نه د وتلو لپاره د هغه هیواد د صدراعظمې وړاندیز د جمعې په ورځ منظور کړ؛ خو د کابینې دوو وزیرانو د اعتراض په ډول خپلې استعفاگانې وړاندی کړی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن او له اروپایې اتحاد نه د وتلو د چارو وزیر ډیویډ ډیویس ویلي دي، چې د اروپایې اتحادیې په اړه د تریزا می له پالیسۍ سره د اختلاف په وجه یې له کابینې نه استعفا وکړه.

خبریال صفت الله محبت