د امریکا متحده ایالاتو د ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي، د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره د نویو جنګي وسایطو کومک وکړ. د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل ويلي دي، د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه يو خاص ځای لري، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو جنګي تجهیزاتو مجهز شي. خبرپاڼه کې د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبي ويلي، له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او تينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي. په دغه وسایطو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس، او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي. دفاع وزارت وايي، تمه ده چې دا ټولو جنګي وسايط سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.