د امریکا پخوانی ولسمشر دبلیو ایچ بوش د ناروغۍ له امله درې ورځې بستر شو

باوري سرچینې وايي، د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو ایچ بوش تېره ورځ په  روغتون کې بستر شوی دی.

د بوش د کارګرانو مشر جین بیکر وايي، چې د پخواني ولسمشر بوش روغتیايي وضعیت اوس ښه دی، او حالت يې د تشویش وړ نه دی.

جورج ډبلیو ایچ بوش ۹۲ کلن دی او د امریکا یو څلویښتم جمهور ریس و.

ډاکتران وايي، چې ښاغلی بوش به په دوه، درې راتلونکو ورځو کې له روغتون څخه بیرته رخصت کړي.خو دناروغۍ په اړه یي څه ونه ویل.

پخوانی ولسمشر بوش د پانکرانس او ټایروډ ناروغي پخوا تائید شوې وه

نوموړې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ پورې د امریکا جمهور ریس و.