د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان سولې په اړه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره ګوري

ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره وګوري.

د ناټو ویب پاڼې  دا خبره لیکلې، چې زلمی خلیلزاد به په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په اړه د خپلو هڅو په اړه د ناټو چارواکو ته معلومات ورکړي.

نوموړي د دغو هڅو په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

زلمي خلیلزاد له تېرې یوې اوونۍ راهیسي سیمې ته د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته تللی دی.

تمه ده چې د بلجیم تر سفر وروسته نوموړی متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.