د انسټا ګرام دروغتیايي زیانونو خبر یاست؟

انگلستان کې ترسره شوې نوې څېړنې د انسټاگرام ټولو کاروونکو او خوښونکو ته گواښ کړی چې د انټرنټ او کاریالونو په نړۍ کې انسټاگرام د انسان پر روغتیا تر بل هر کاریال ډېره ناوړه اغېز لري.
رویال سوسایټي اف پبلک هېلت دغې نوې ترسره شوې څېړنې کې ویل شوې چې د تصویرونو شریکولو دغه کاریال په ځوانانو کې د خوب کموالی په گډون د یو شمېر نورو ذهني او روغتیايي ستونزو لامل هم گرځي.
دغه څېړنه په ۲۵۰۰ ځوانانو چې عمرونه يي له ۱۴ څخه تر ۲۴ کلونو پورې دی ترسره شوې. دغې سروې پر بنسټ د ټولنیزو رسنیو تر ټولو غوره کاریال یوټیوب دی چې له هغې وروسته په ترتیب سره ټوېټر، فېسبوک او سنپ چټ دوهم، درېیم او څلورم مقام خپل کړی.
دغې څېړنې پر بنسټ د هغو ټولنیزو رسنیو کاریالونه چې ځوانان له خپلو کورنیو او ملگرو سره په اړیکه کې ساتي په اصل کې د ذهني او عصبي ناروغیو ستونزې او خطر زیاتوي.
دغې څېړنې په جریان کې د ټولنیزو رسنیو وېب پاڼې يي د اضطراب، ذهني خپگان، یوازېتوب، خوب او ناوړه الفاظو کارولو سربېره ۱۴ نورو روغتیايي او شخصي ستونزو لپاره وڅېړل شوې.
د درجه بندۍ پر بنسټ انسټاگرام پر روغتیا تر ټولو زیاته ناوړه اغېز لرونکی کاریال دی، خو دغه کاریال د خپلو احساساتو څرگندولو او شهرت ترلاسه کولو لپاره غوره کاریال گڼل شوی.
څېړنې کې ویل شوې چې د فېسبوک زیات کارول پر خوب ناوړه اغېز سربېره د ناوړه الفاظو کارولو تر ټولو ستر لامل دی خو ورورولۍ په رامنځ ته کولو کې مثبت اغېز لري.
د څېړونکو په وینا ټولنیزې رسنۍ له سگرېټ څخه زیات انسان روږدی کولای شي، چې اوس د ځوانانو د ورځنۍ ژوند یوه اړینه برخه گرځېدلې او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.