د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت

ژباړه او راټولونه: حبیب الرحمن حاذق

د ملګرو ملتونو راپور خبرداری ورکوي چې د اوبو کمښت کولی شي په 2050 کال کې 5 میلیارده خلک اغیزمن کړي. د نړی د اوبو د حالت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د 5 میلیارده څخه زیات خلک به په 2050 میلادي کال کې د اوبو د کمښت سره مخ وي کوم چې د اقلیم بدلون، د تقاضا زیاتوالی او ککړتیا به یې اصلي علتونه وي.

څیړنې د شخړو او مدني ګواښونو څخه د اوبو د کمښت له کبله خبرداری ورکوي، که چیرته په سیندونو، جهیلونو، د ځمکې لاندې اوبه لرونکو طبقو، تالابونو او حوضونو/ذخیرو باندې د فشار د کمولو لپاره عملي کارونه تر سره نشي.

د نړی د اوبو د پراختیا راپور (World Water Development Report) چې د برازیلیا د وچکالۍ په درشل کې خپور شوی- وایي چې مثبت بدلون ممکن دی، په ځانګړې توګه د کرنې په کلیدي سکتور کې. مګر یوازې هغه وخت چې زموږ کارونه داسې سوق شي چې لوری یې د طبیعي حل لارو په طرف وي کوم چې په خاوره او ونو یی اتکأ نسبت فولادو او کانکریټو ته زیاته ده.

ګیل بیرت هانګبو (Gilbert Houngbo) چي د ملګرو ملتونو د اوبو د بخش (UN- Water) مشر دی د خپل ۱۰۰ مخیزه ارزونې په مقدمه کې لیکي چې: د اوږدې مودې راپدې خوا، د اوبو د مدیریت لپاره نړی د بشر په لاس جوړ شويو زیربناوو خوا ته مخه کړی. چې دغه کار، دودیزه، پخواني او طبیعي پوهاوی او مهارتونه کوم چې د چاپیریال ساتنې سره سازګار روشونه په بر کې نیسي څنګ ته کړي دي او د له منځه وړلو په حال کې دي. د اوبو چټک مصرف، د چاپیریال د له منځه تللو زیاتوالي او د اقلیمي بدلون څو اړخیزیزو اغیزو ته په کتو، موږ په روښانه ډول نویو لارو چارو ته اړتیا لرو چې وکولاي شو د اوبو په سرچینو باندې رقابتي غوښتې مدیریت کړو.

د هغه راپور په اساس چې د اوبو د دری کلنې مجمعې په سر کې په لاره اچول شوی وو، انسانان هر کال ۴،۶۰۰ کیلو متر مکعب اوبه مصرفوي چې، ۷۰ سلنه یی کرنې، ۲۰ سلنه یې صنعت او ۱۰سلنه یې کورونو ته ځي. په تیرو ۱۰۰ کلونو کې د نړۍ تقاضا ۶ برابره لوړه شوۍ او هر کال ۱٪ وده کوي. دا وار له مخه د اوبو په زیرمو د فشار زیاتوالی په ګوته کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به همداسې د ودې په حال کې وي، کله چې د نړۍ نفوس د ۹.۴ او ۱۰.۲ میلیارده کسانو په اندازه اټکل شوی دی او له هرو دریو کسانو به یې دوه په ښارونو کې ژوند کوي چې د اوبو زیرمو ته لاسرسی به لا پیچلی کړي.

د اوبو غوښتنه/تقاضا په پرمختللو هیوادونو کې تر ټولو چټکه وده کوي. په عین حال کې، د اقلیم بدلون به د اوبو په عرضه باندې نور اضافې فشار راولي ځکه چې مرطوبې/لندې سیمې به لا پسې مرطوبې/لندې او وچې سیمې به لا پسې وچې شي.

پوهان وایي، وچکالي او د خاورې له منځه تلل لا له وړاندې د طبیعي پیښو تر ټولو لوی خطر دی، او د لا خرابوالي پر لور د تللو احتمال یې شته. داسې اټکل کیږي چې په ۲۰۵۰ کال کې به د ۴.۸ – ۵.۷ میلیارده تر منځ خلک په هغه سیمو کې ژوند کوي چې کم تر کمه په هر کال کې به یوه میاشت د اوبو له پام وړ کمښت سره مخ وي، چې دغه شمیره اوس شاوخوا ۳.۶ میلیارده خلکو ته رسیدلې ده، پداسې حال کې چې د سیلابونو د خطر سره د مخ خلکو شمیره به ۱.۶ میلیارده ته له ۱.۲ میلیارده څخه لوړه شي.

د اوبو کیفیت هم د وخامت او خرابوالي خوا ته روان دی. د ۱۹۹۰ کال راپدې خوا، په هر افریقایي، آسیایي او امریکايي سیند کې د اوبو کیفیت خرابۍ خوا ته تللی دی او تمه کیږي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به نور هم خراب شي، عمده ډول د کرنیزو تخمونو او نورو کرنیزو کیمیاوي توکو رول چې پاکې اوبه ککړوي او د پتوجنونو د ودې سبب ګرځی خورا بارز دی. صنعت او ښارونه هم یوه لویه ستونزه ده، شاوخواو ۸۰٪ صنعتي او د ښاروالۍ فاضله اوبه له تصفیې پرته چاپیریال ته بیرته دننه کیږي.

د بدلون لپاره به کلي کرنه وي، کوم چې د اوبو د مصرف او ککړتیا تر ټولو لویه منبع ده. څیړنیز راپورونه د خوندي کرنې غوښتنه کوي په کومه کې چې د اوبو لګولو پر ځاي د باران د اوبو څخه ګټه اخیستل زیات شي او کرنیز تغیرات (Crop rotation) تنظیم کړل شي تر څو د خاورې د پوښ په ساتلو کې مرسته وکړي.

کار پوهان پدې ټینګار کوي چې هدف دا ندي چې ټول د بشر په لاس جوړ شوی د اوبو د تنظیم ساختمانونه/زیربناوې د کاملا نه جوړیږي یاد عوض شي تر څو بیرته پخوانیو او طبیعي حل لارو ته مخه کړو ځکه داسې حالتونه مخته راځي چې بل انتخاب نلرو او مجبوریږو چې زیربناوې لکه بندونه جوړ کړو، مګر غوښتنه داده چې داسې حل لاري وکاروو چې چاپیریال او اوبه اغیزمن نکړي یا یې اغیز خورا کمه وي چې په انګریزي کې ورته (Green Solutions) وایي، چې ډیری وختونه یې لګښت موثر او پایداري یې زیاته یا ښه وي.

آدري ازولاري (Audrey Azoulary) د یونیسکو د وخت عمومي ریس د یو مربوطه راپور د خپورولو په وخت کې یادونه وکړه چې، د نړۍ د ځنګلونو او تالابونو دوه پر دری برخه د شلمې پیړۍ راپدیخوا له منځه تللي دي – هغه څه چې ورته باید جدي توجه وشي.

او، موږ ټول پوهيږو چې د اوبو کمښت ناامنۍ، ډله ايز مهاجرت او حتی د هېوادونو تر منځ شخړو ته لار هوارولی شي، نو د پایداره سولې او سوکالۍ د ډاډمنوولو لپاره د ځمکې د منابعو څخه سمه استفاده یقینا مهم کار دی، راځي چې له خپل ځانه یې پیل کړو.