د اوبو په استعمال کي احتیاط وکړئ

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي

موږ څنګه کولای شو اوبه لږ او په موثره توګه مصرف کړو  ؟

اوبه د الله جل جلاله هغه ستر نعمت دی چي بیله هغه څخه ژوند کول ناشونی دی. اوبه د ژوند د مهمو اړتیاو څخه یوه اړتیا ده چي د ژوند په هره برخه کي ورڅخه کار اخیستل کیږي لکه د څښاک ، د پریمنځلو د پاره ، د زراعت دپاره او همداسي نوري بیلګي .

د ټولو اوبو څخه چي د مځکي پر سطحه او د مځکي لاندي دي ۵ .۹۶  فیصده په بحرونو او پاته یې په سیندونو ، د مځکي لاندي ، کنګلونو او په اټموسفیر کي د بړاس په شکل وجود لري . هغه اوبه چي د انسان ژوند او فعالیت زیات ورسره تړاو لري د سیندونو او د ځمکي لاندي اوبه دي چي د مقدار له پلوه د نورو اوبو په پرتله چي د بحر اوبه دي زیاتي لږ دي .

د نړۍ پرمختللي هیوادونه کوښښ کوي چي اوبه په لږ اندازه او موثر ډول مصرف کړي تر څو په راتلونکي کي د اوبو د نسبي کمښت مخنیوی یي کړی وي زموږ هیواد چي وچ صحرایي اقلیم لري او د کلني اورښت اندازه یي کمه ده خلګ یي د مځکي د لاندي اوبو څخه زیات استفاده کوي نو موږ ته پکارده چي د اوبو په مصرف کي محتاطه وه اوسي او اوبه په کمه او موثره توګه وکاروو تر څو د اوبو د مځکي لاندي سرچینې په سم ډول وکارول سي او د اوبو د کمښت د غټي ستونزي مخنیوی وسي دا اړینه ده چي د اوبو په ارزښت او اهمیت باندي باید زموږ ټول هیودوال پوه سي او دا ځان ته معلومه کړي چي د مځکي لاندي اوبه که چیري په سمه توګه ونه کارول سي ، ددې امکان سته چي په راتلونکي کي د کمښت د ناورین سره مخ شو .

د اوبو صحیح استعمال

دلته موږ پر څو داسي لارو چارو خبري کوو چي څنګه کولای شو اوبه په سم ډول په خپلو کورونو کي کار کړو ؟

۱: په کموډ کي د اوبو د بې ځایه مصرف څخه باید ممانعت وسي . ددې مفهوم دا ندی چي په کموډ کي باید د اوبو څخه استفاده ونسي خو ځیني وخت دیته اړتیا نه وي چي اوبه په کموډ وکارول سي خو بیا هم خلګ اوبه کاروي (toilet flushing ) کوي . که چیري هره ورځ ۴ ځلي بې ځایه د اوبو فلشینګ وسي او د کموډ د ټانکۍ اندازه ۱۰ لیتره وي نو په میاشت کي د اوبو د ضایعاتو اندازه د کموډ په وجه  ۱۲۰۰ لیتره کیږي  .

۲: د کموډ د اوبو ټانکۍ کوښښ وسي چي ډيره غټه نه وي.

د کموډ مناسبه ټانکۍ ۶ لیتره ده ، که چیري ددې څخه غټه وي نو د اوبو د ضایعاتو کچه هم ډ‌یریږي .

۳: د حمام کولو د پاره چي په کورونو کي کوم شاوران نصبیږي باید بې ځایه ونه کارول سي یعني کله چي یو څوک ځان منځي او ځان ته صابون ورکوي باید د صابون ورکولو په وخت کي شاور بند کړي تر څو اوبه ضایع نسي .

۴: د لوښو پریوللو په وخت باید ‌ډیر احتیاط وشي چي اوبه بې ځایه مصرف نسي که چیري هره ورځ ۳ ځلي لوښي پریولل سي او په هر ځلي پر یمنځلو کي ۱۵ لیتره اوبه ضایع سي نو په هره میاشت کي ۱۳۴۵ لیتره اوبه ضایع کیږي .

۵: د کالو پریمنځلو په وخت کي باید اوبه غیر ضروري ونه کارول سي یعني کله چي خلګ کالي مینځي د اوبو ماشین د خپل اندازې څخه زیات ‌ډک نسي او داسي ونشي چي په ماشین کي یوازي یوه جوړه کالي پریولل شي .

۶: ځیني ډیر داسي کارونه سته چي خلګ ورته متوجه ندي که یي د اوبو په مصرف کي احتیاط وسي د اوبو په لګښت کي یي د پام وړ تغیرات راځي .

د نباتاتو د اوبو په وخت کي د اوبو سپمولو لاري چاري

څنګه کولای سو چي د کورونو د شینګیاوو د مسلکي اوبو کولو په واسطه د اوبو لګښت کم کړو ؟

۱: قطري آبیاري Drip Irrigation:

دا هغه ډول آبیاري ده چي نباتاتو ته اوبه د څاڅکي (قطرې) په بڼه ورکول کیږي.

ددې ډول ابیاري ګټه داده چي اوبه بې ځایه نه مصرف کیږي اوبه و نبات ته د ضرورت په اندازه ورکول کیږي د اوبو د بې ځایه تبخیر مخه نیول کیږي او بالاخره د نبات د اوبو حقیقي اړتیا پوره کیږي د قطري ابیاري په سبب ۷۰ فیصده اوبه سپمول کیږي چي په دې سره موږ کولای سو خپل د اوبو لګښت ډیر کم کړو نو خلګو ته پکارده چي په خپلو کورونو کي د پایپ پر ځای د قطري ابیاري څخه کار واخلي .

۲: د اوبو پاشل یا Sprinkle:

دا هغه ډول آبیاري ده چي دداسي نباتاتو د پاره کارول کیږي چي ریښې یې ډيري کښته نه وي او اوبه په اسانۍ سره د هغو ریښو ته رسیږي لکه : چمن ، که چیري خلګ په کورونو یا د کورونو مخته چمن ولري د دا ډول ابیاري څخه کار اخیستلای شي چي په نتیجه کي د اوبو مصرف یي ۷۰ فیصده کمیږي چي له یوه طرفه به د اوبو لګښت کم سي او د بل طرفه به د مځکي لاندي اوبه وساتل شي.

که چیري د یادي شوي ابیاري امکان نه وي نو خلګ کولای شي چي محلي طریقه و کاروي .

۳: خلګ باید کوښښ وکړي چي ګلان ، وني او چمن د سهار لخوا یا د مازدیګر لخوا اوبه کړي ځکه په دغه وخت کي د اوبو تبخیر لږ دی او اوبه ډیري نه ضایع کیږي .

د روغتیا نړیواله اداره وایي اوبه په ډیره تیزۍ سره مخ پر کمیدو دي او په کال ۲۰۲۵  کي به ډیر خلګ د اوبو د کمښت سره مخامخ سي د اوبو بې ځایه لګښت او د موسمونو تبدیلي ددې سبب سویده چي په مځکه کي اوبه مخ پر کښته ولاړي سي نو زموږ ګرانو هیوادوالو ته پکارده چي د اوبو په مصرف کي زیات احتیاط وکړي ترڅو له یوه طرفه به د اوبو لګښت کم سي او له بل طرفه به د مځکي لاندي اوبه وساتل شي .