د اوبو څښل کوم وخت کې د سرطان لامل جوړیږي؟

په ځانګړي وخت کې اوبه څښل شاید د نورو سختو ناروغیو ترڅنګ د سرطان لامل جوړ شي، خو څنګه؟ دلته به لومړی د اوبو ګټې، وختونه او بیا به یې زیان دروښایو.

په عام ډول اوبه څښل بدن لپاره ګټوور دي خو چې په تشه معده وڅښل شي د بدن لپاره له بل هر شي زیاته ګټه لري، یو شمېر څيړنو ښودلې چې د اوبو په واسطه د یو شمېر ناروغیو مخه نېول کیږي، چې په دې کې د بدن پوستکي ستونزې، د عضلاتو ناروغي، د معدې ناروغي، د خیټې ناروغي او داسې نورې ډيرو ناروغیۍشمېرل کیږي.

که څوک د مخ پوستکي خرابوالي شکایت کوي دده لپاره زیاتې اوبه څښل دده پوستکی نرم او تازه ساتي، ځکه چې په بدن کې د اوبو کموالی لومړی د انسان پر پوستکی اغیز کوي، او ددې رطوبت او تازه والی له منځه وړي.

همدا ډول د اوبو استعمال د خيټې ناروغیو، لکه قبض یا اسهال لپاره هم ډيرې ګټورې دي، د هاضمې سیستم هم ښه کوي او معده هم تازه او هم خوشاله ساتي.

د اوبو څښلو لپاره طبي متخصصینو مناسب وختونه هم ښودلي دي، دوی د سهار په تشه معده اوبه څښل د ډیرو ناروغیو د مخنیوي لامل بولي، او همدا ډول زیاتوي چې د ورزش په دوران کې اوبه څښل بدن لپاره ګټورې نه دي، څیړونکي د ورځو په اوږدو کې د اوبو ډېر استعمال ګټور بولي.

همدا ډول د اوبو څښلو نه د ځان ساتلو وخت یې یو له کوروالي/جماع څخه وروسته وخت دی، چې انسان په ستړیا او تیزۍ سره تنفس اخلي، او په داسې وخت کې پخواني او اوسني متخصصینو د اوبو څښلو څخه منع کړې ده.

خو، که چیرې همدغه اوبه چې یو شمېر ګټې لري په نامناسب ډول او نامناسب وخت کې وڅښل شي، د سختو هلاکونکو، لا علاجو او پیچلو ناروغیو لامل کیږي، آن چې د څیړونکو په وینا د سرطان لامل هم کیږي، چې د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د طب پخواني او اوسني متخصصین وایي چې له ډوډۍ څخه وروسته اوبه څښل د بدن لپاره هلاکونکې ثابتیږي او تاسې په سرطان ناروغۍ اخته کولای شي.

ځکه چې له ډوډۍ خوړلو وروسته اوبه څښل په معده کې شته غذا د هضم نه اړوي، او په دې سره معدې ته ددغې هضمول ستونزمن شي، ځکه چې کله دغه غذا د معدې اسید سره یوځای شي منفي اغیز کوي، چې معده په داسې وخت کې د شکست سره مخ شي، او کله چې دغه عمل عادتا تکراریږي انسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي.

د متخصصینو د وینا پر اساس سخته غذا په کولمو کې د جذبېدلو له امله د سرطان ناروغي رامنځته کوي، نو پکار ده چې له ډوډۍ وروسته د اوبو څښلو عادت بلکل ختم کړل شي.