د اولادونو مینې ته مو ارزښت ورکړئ

که مو له خپلو اولادونو سره مینه ونه کړه، پوه شئ چې د هغوی لپاره مو هېڅ هم نه دي کړي. دا هم باید ومنئ، څومره چې له هغوی سره مینه کوی، هومره مینه ترې وینی او دا مینه به همداسې دوام کوي. نو له خپلو اولادونو سره مو مینه وکړئ تر څو مینه ترې ووینئ. ماشوم ته چې څوک ناز ورکړي د هغه دی. که مو اولادونه له خپل (بابا) او یا (نیا) سره تر تاسو ډېره مینه کوي، په مخ کې یې خنډ مه ګرځئ او نیوکه مه پرې کوئ.

تېروتنې مو ومنئ

کېدای شي سخته وي، خو ښه ده چې د اولادونو پر وړاندې مو خپلې تېروتنې ومنئ، بښنه ترې و غواړئ. دا کړنه مو اولادونو ته ور زده کوي چې تېروتنه یوه طبيعې پېښه ده، خو بښنه غوښتل بیا تر هغې ډېر مهمه او اړینه خبره ده. په دې وخت کې خپله ټوله ارامي حس کړئ، وروسته ورته و وایاست چې (له ما څخه تېروتنه وشوه بښنه غواړم!) له هغې وروسته ورته د خپلې تېروتنې علت واضح کړئ، تر څو همدا څه له تاسو څخه په پوره ډول زده کړي.

د بېلګې په توګه د خپلو اولادونو په غېږ کې نیول، ښکلول، هغوی ته سهار په خیر ویل، شپه په خیر ویل، په څنګ کې یې کېناستل، که مو ماشوم وړوکی وي، هغه پر خپلو پښو کېنول، که لږ څه لوی وي د هغوی د هیلو پوښتل د دوی لپاره تر پاچاهۍ هم لوړه خبره ده، نو څومره هم چې کولای شئ له خپلو اولادونوسره مینه وکړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي