د اولاد ژړونې نااشنا سیالي!!

د هر مور او پلار غوښتنه دا وي چې اولادونه یې تل خوشحاله او خندان واوسې خو جاپان کې هر کال د اولاد ژړونې په زړه پورې کلنۍ سیالي ترسره کیږي چې په دې سیالۍ کې مور او پلار د اولادونو د زوروې ژړا په انتظار کې وي.

د ناکي زومو په نوم فیستیوال چې له ۴۰۰ کالو راپدیخوا د جاپان په توکیو ښار کې د سپرلي په موسم کې ترسره کیږي، په دغه فیستیوال کې هر مور او پلار خپل اولادونه پهلوانانو ته ورکوي او بیا یې زورورې ژړا ته په بې صبرۍ منتظر پاتې کیږي. په دغه سیالۍ کې د نورو نړیوالو لوبو په شان لوبڅار هم شتون لري چې د کوچنیانو د ژړا تیزوالی معلوموي.

په جاپان کې د دغه فیستیوال په اړه مشهوره ده چې؛ که کوچنیان هر څومره ډیر وژاړي په هماغه اندازه یې روغتیا ته ګټه رسیږي او ددوي په ګمان د شیطان له ناوړه روح څخه نجات پیدا کوي. په یاده سیالۍ کې د ګټې معیار د ژړا شدت او تیزوالی دی. په دغه فیستیوال کې پهلوانان کوچنیان د هوا لور ته پورته؛ پورته ګوزاروي او هر کوچني چې لومړی او په لوړ اواز وژړل هماغه ددغې سیالۍ ګټونکی اعلانیږي.

ژباړه / اجمل درمان