د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې ددې ادارې رئیس یوکیو امانو د ٧٢ کالو په عمر له دنیا سترگې پټې کړې.
په تیرو څو میاشتو کې داسې رپوټونه خپاره شوي و، چې امانو له کاره د گوښه کیدو تصمیم نیولی دی. همداشان امانو پدې وروستیو میاشتو کې د ناروغۍ له کبله د اټومي انرژۍ د ادارې په څو غونډو کې گډون نه و کړی.
د امانو د ریاست پر وخت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یو مهم ماموریت د ایران او لویدیځو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي انرژۍ د موافقې رامنځته کیدل او ددغې موافقې څارنه وه.
د امانو د مړینې خبر پداسې حال کې خپریږي چې د ایران د ٢٠١٥ کال د اټومي تړون له موافقې څخه د
امانو چې د بې وسلې کولو او اټومي وسلو د نه پراخولو او د اټومي انرژۍ په چارو کې یې پراخه تجربه درلوده د ٢٠٠٩ کال راهیسې د ملگرو ملتونو ددغې مهمې ادارې مشر و.