چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ایران سترې محکمې د افغانې ماشومې قاتل ته د اعدام سزا تایید کړه

د روان لمریز کال په وري‌ میاشت کې د یوې افغان ماشومې زړه بوږنوونکې قضیه رسوا شوه، چې په تهران کې پرې خپل یوه گاونډي جنسي تیری کړی و او بیا یې دغه ماشومه وژلې وه، چې اوس د ایران سترې محکمې قاتل ته د اعدام حکم تایید کړی.

د ایران د سترې محکمې د یوې څانگې مسوول رضا فرج الهي یوه ایراني اژانس میزان ته ویلي، سترې محکمې  قاتل امیر حسین ته د دوه مخکنیو محکمو پریکړه چې اعدام وه تایید کړې ده.

د دغه افغان ماشومې قضیه  په نړیواله کچه وغندل شوه، او ورته د عدالت غوښتنه وشو.

د شپږ کلنې ستایش قریشي کډوال پلار ویلي و، لور یې له کوره په سودا پسې تللې وه، چې گاونډي یې تښتولې وه او یوه ورځ وروسته یې جسد د هغه په کور کې وموندل شو.

کابل، هرات، مزارشریف او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سږ کال په پسرلي کې غونډې او لاریونونه وشول او اعتراض کوونکو له افغان حکومته غوښتل، چې پر ایراني چارواکو فشار راوړي، چې د ستایش قریشي قاتل ته اعدام ورکړي.

اوس چې قاتل په اعدام محکوم شوی، د ایران د قوانینو له مخې باید ژر تر ژره پرې دغه حکم پلی شي، ځکه دا شک لا هم پر ځای دی، چې ایران د پردې مخې ته یوه او شاته بله معامله کوي.

تهران کې دوه نورو محکمو تېره وږی میاشت کې امیرحسین د ماشومې د قصدي قتل او جنسي تیري په جرم د اعدام سزا ورکړې وه.