د ایران ولسمشر وايي، د واشنګټن د بندیزونو پر خلاف حقوقي قضې ثبتوي.

حسن روحاني په یوه رسمي غونډه کې ویلي،د امریکا بندیزونو په ایران کې یوازې عام خلک په نښه کړي، حسن روحاني زیاتوي، امریکا د ایران اټومي پروګرام او د حکومت ختمولو لپاره نه بلکې یوزاې د ملکي وګړو پر ضد اقدامات ترسره کوي او د دوی ژوند یې په نښه کړی .

حسن روحاني په خبرو کې وویل، د امریکا بندیزونه د ایران د خلکو پرضد دي نوموړی وایي،د امریکا ددغو بندیزونو په اړه به نړیوالو بنسټونو ته شکایتونه ثبتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له واکمنۍ سره سم بیا پر ایران بندیزونه ولږول چې ویل کیږي د ایران اقتصاد ته یې سخته ضربه رسولې او په ایران کې یې د کاروبار شرایطو له سختو ستونزو سره مخ کړي.