د بدن ځواکمنتیا ۶ طبیعي لارې

کله ناکله به مو پام شوی چې پرته له کوم درانه کار ځان ستړی احساسوئ. وجود مو نا اشنا درد کوي او د کار کولو جوکه نه لرئ. په ځانګړې توګه په ژمي کې د انرژۍ دا کموالي زیات وي. او ډیر خلک نه شي کولی خپل ورځني کارونه په سمه توګه ترسره کړي.

لاندې څو طبیعي او په ساینسي څیړنو ثابتې شوې لارې چارې شته چې په عملي کولو او تنظیمولو یې د خپل وجود انرژي زیاتولی شئ.

 

۱- ښه خوراک وکړئ

موږ باید خپل بدن ته د ښه کار کولو لپاره سم تېل ( خواړه ) ورکړو.

دا سمه ده چې د هغو خوړو خوړل چې کاربوهایدریټ لري د بدن د انرژۍ کچه لوړوي، خو که له حده زیات وخوړل شي نو سړی ورسره خوبولی کیږي.

ښه داده چې پر وخت او منظمه توګه بیلابېل خواړه په بیلابیلو وقفو کې وخوړول شي.

 

۲- د بدن اوبه:

په ژمي کې خلک ډیرې اوبه او نور مایعات نه څښي، چې له دې سره د بدن د اوبو اندازه کمیږي. کله موږ چې د بدن د اوبو اندازه کمه وي نو تاسو د سستۍ، ستړیا او سردرد احساس کوئ.

د پاکو اوبو څښل نه یوازې ستاسو د بدن د اوبو اندازه پوره کوي، بلکې په وجود کې د نورو خوړو له کبله راټول شوي زهري مواد چې وجود ورسره په مجادله کې ستړی وي هم له وجود وباسي او د انرژۍ او دمې سبب کیږي.

نو چای او اوبه څښل که د تندې احساس هم نه لرۍ د وجود د انرژۍ په لوړیدو کې ډیره مرسته کوي.

 

۳- ویټامینونه او مالګې

ځینې ویټامینونه او مالګې د وجود د انرژۍ د کچې د لوړ ساتلو لپاره ډیر مهم دي. په ځانګړې توګه د بي ویټامین او د مګنیزم مالګې.

که چیرې مو طبعه خرابه او ډیپریس یۍ نو دا درته ډیره مهمه ده چې په ښه کیفیت د ویټامین بي کمپلیس واخلئ. دا په ځینو خوړو کې هم شته او کنه له درملتونونو څخه هم تر لاسه کیږي.

همدارنګه د مګنیزم مالګه په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې بوتلي اوبه څښي د ستومانۍ په رفعه کولو کې مرسته کوي.ځکه ډیرې بوتلې اوبه په طبیعي توګه مګنیزم نه لري.

د مګنیزم مالګې لرونکې اوبه په مغازو او درملتونونو کې موندل کیږي او تاسو یې د عادي اوبو په څیر کارولی شئ.

 

۴- کافین او انرژي ډرینک مه څښئ

کله چې موږ ستړي یوو، لومړی عکس العمل مو دا وي چې د کافي ګیلاس ته لاس کړو، او یا له دې هم بدتره د خوږې نه ډکو بازاري انرژی ډرینکونو ته مخه کړو. خو دا هغه څه نه دي چې ستاسو وجود یې غواړي.

که څه هم په ورځ کې د یوې یا دوه پیالو کافي څښل ډیر زیان نه لري، خو که تاسو ډیره کافي یا انرژي څښاک کاروۍ نو دا ستاسو وجود اموخته کوي چې بیا یې فعالیت پر همدې څیزونو تکیه وي او نور … او نور کافین او انرژي څښاک غواړي. او کنه هیڅ بې هیڅه د ستړیا احساس کوئ. نو دا یو ډول اعتیاد رامنځ ته کوي.

پاکې اوبه او چای بهترین څښاک دی . که چیرې له تاوده څښاک سره مینه لرئ، غوره ده چې له کافي پرته پر طبیعي چایوو ډیر فکر وکړئ.

 

۵- نور او ډیر خوب

کله ناکله موږ بې نظمه شو، د ویده کیدو او ویښیدو وخت مو معلوم نه وي . او ورو ورو مو خوب کم شي. هڅه وکړۍ چې پر خوب جوړجاړۍ ونه کړۍ.

ښه خوب ستاسو د ورځې د انرژۍ او فکرې تمرکز کچه ټاکي. هر څومره چې د شپې په وخت ویده او په وخت ويښ شئ او هر څومره مو چې ژور خوب کړۍ وي ، هوموره مو د ورځې انرژي زیاته او پر کارونو فکري تمرکز پیاوړی وي.

 

۶- تمرین ( ورزش)

ښايي دا هغه څه وي چې موږ یې د ستړیا او ستومانۍ په وخت کې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوو. خو د ورځې نیم ساعت ایکسرسایز یا تمرین، هغه که منډه وي، که قدم وهل وي او که د ورزش بله کومه بڼه وي، نه یوازې ستاسي انرژي زیاتوي، بلکې ستاسو خوښي هم زیاتوي او له ګڼو نورو روغتیايي ستونزو مو هم ساتي. نو له ورزش سره خپله اړیکه مه پرې کوئ. که نور هیڅ نه شۍ کولۍ قدم وهل د هر چا د وس کار دی. لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت قدم ووهئ.