د بدو عادتونو د پرېښودو لپاره لس لارې:

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

د بدو عاتونو پرېښودل، د وخت او انرژۍ د ډېرېدو او د بريا ته د رسېدو لامل ګرځي. همدارنګه د بدو عاتونو پرېښودل ستاسو د مثبتو کړنو د پياوړتيا او روڼتيا لامل ګرځېدلی شي.

د بدو عادتونو لکه ورزش نه کول، سګرټ څکول، د نوکانو ژدول او غيبت کول که څه هم پرېښودل يې ستونزمن دي؛ خو ناممکنه نه ده. تاسو د قوي هوډ، د هغو کسانو په ملاتړ چې ستاسو د ژوند شريکان دي او د غښتلې برنامې په درلودو سره کولی شئ، هر هغه څه چې غواړئ، ورته ورسېږئ.

څېړنې ښيي، د دوو نه تر اتو مياشتو وخت ته اړتيا ده چې ستاسو ژوندانه کې نوي عادتونه ځای ونيسي. د دې مسئلې څخه دې پايلې ته رسېږو چې د عادتونو رامنځ ته کېدل او له منځه تلل د يوې شپې/ ورځ کار نه دی.

مخکې له دې چې د بدو عادتونو د‌ پرېښودلو په کړنلارو وغږېږو، نو لازمه ده چې د بدو عادتونو د تاريخي شاليد او منځ ته راتګ په هکله څه ناڅه مالومات واړندې کړو.

د همدې موخې لپاره دا پوښتنې له ځان څخه مطرح کړئ:

دا عادت مو له کوم وخت څخه پيل کړی؟ څومره موده کېږي چې دا عادت مو مل شوی دی؟ آيا دا عادت ستاسو د عواطفو او احساساتو سره جوښت دی؟ هغه کسان چې ورسره مينه لرئ، په څه ډول ستاسو بد‌ عادت درکوي؟ ولې غواړئ خپل بد عادتونه پرېږدئ؟

‏دغه لس ټکي به له تاسو سره د ناوړه عادتونو په پرېښودلو کې ډېره مرسته وکړي:

 

۱- وروسته پرېښودلو ته د پای ټکی کېږدئ

په معمول ډول شل سلنه خلک خپل کارونه په ناڅرګند ډول شاته پرېږدي، ځکه هغوی د خپل شخصي کنټرول سره ستونزه لري او نشي کولی د خپلې راتلونکې په اړه وړاندوينه وکړي. هغوی فکر کوي چې وروسته به د دوی د کارونو د کولو لپاره مناسبه موکه برابره شي. تاسو کولای شئ د خپلو بدو عادتونو پرېښودل سر له سبا يا له راتلونکې اونۍ څخه پيل کړئ او يا هم د ټولو بانو په پرېښودلو سره سر له اوسه خپل کار پيل کړئ.

۲- کار مه ستونزمنوئ

هڅه مه کوئ چې په يو وخت کې ټول بد‌ عادتونه پرېږدئ، البته چې ناممکنه هم ده. له ساده او اسانه عادتونو څخه پيل وکړئ.

د خپلو بدو عادتونو يو لېست جوړ کړئ او هر ځلې خپل لېست ته په کتو سره خپل يو يو عادت په نښه کړئ، البته هغه عادت چې تاسو يې نور پرېږدئ. کله چې مو يو عادت په بشپړ ډول پرېښود نو د بل عادت پرېښودلو ته ملا وتړئ. وروسته له يو څه مودې به وګورئ چې په لېست کې به مو د بدو عادتونو هېڅ يو مورد يې نه وي پاتې.

۳- د نورو د‌ ملاتړ څخه برخمن شئ

هر وخت چې مو پرېکړه وکړه چې خپل بد عادتونه پرېږدئ نو د هغو کسانو سره وګورئ او مشوره وکړئ چې ستاسو ژوندانه کې رغنده ونډه لري. د ‌خپل ځان په اړه چې هرڅومره ښه خبرې لرئ نو د ‌ټولنيزو رسنيو له لارې يې د ملګرو سره شريکې کړئ، ځکه دا کار تاسو مسوليت منونکي کوي او د برياليتوب پر لور مو واټن راکموي.

له تاسو څخه د نورو اشخاصو ملاتړ تاسو ته د ارزښتمنتوب احساس درکوي او بريالي کوي مو.

۴- ورځني يادرواستونکي ( Reminders ) تنظیم کړئ

 

ځيني وختونه له ياده وتل د‌ دې لامل ګرځي چې ستاسو کړې هڅې په اوبو لاهو شي. يوه کړنه هغه مهال په يو عادت اوړي چې ستاسو په ناخوداګاه حافظه کې ځای ونيسي او په يو ورځينۍ کړنې تبديل شي.

‏په حقيقيت کې مونږ ۵۰ سلنه خپل ورځني کارونه د عادت په ډول سرته‌ رسوو. خپل کور کې د ځان لپاره يادښتونه پرېږدئ. خپلو موبايلونو کې له داسې اپلېيکېشنونو څخه ګټه واخلئ چې تاسو سره د کارونو په ياد راوستلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په ډول د خپل موبايل په ريمېنډر کې وليکئ چې تاسو ته هره ورځ په ټاکلي وخت درپه ياد کړي چې تاسو بايد ورځينۍ مطالعه وکړئ.

۵- د خپل ځان هڅوونکي ( محرکونه ) وپېژنئ

د دې لپاره چې وپوهېږئ څه ډول کولی شئ خپل بد عادتونه پرېږدئ، بايد په دې پوه شئ چې څه شی کولی شي تاسو دې کار ته وهڅوي.

تر ټولو غوره لاره دا ده چې د خپل بد عادت پر ځای يوه بله ښه کړنه خپل عادت وګرځوئ. د‌ بېلګې په ډول د‌ نوکوناو د ژدولو پرځای د ژاولو ژدول غوره کړئ.

۶- تجسم وکړئ

خپل ځان د بد عادت په ترسره کولو حالت کې تجسم کړئ او وروسته فکر وکړئ چې دا بد‌ عادت مو پريښی دی.

د برياليتوب په هکله تصور کول داسې دي ګواکې چې تاسې خپل ځان ته ښايئ چې ټول کارونه د کولو وړ دي.

خپل ذهن کې داسې انځور ځان ته جوړ کړئ چې تاسو ته د بد عادت د پرېښودلو څخه وروسته شېبې تمثيل کړي.

۷- بد عادت ته بېرته راګرځېدل تصور کړئ

ځيني وختونه ممکنه ده خپل د برياليتوب او برياوو حالتونه تصور کړئ، په همدې ډول دا هم ممکنه چې خپلو بدو عادتونو ته بېرته راګرځېدل هم تصور کړئ. د بېلګې په ډول له ځان سره ووايئ: که بريالی نشم نو د څه ډول پايلې سره به مخامخ شم؟ آيا زما سلامتۍ ته به زيان ورسوي؟ آيا هغه کسان چې زه ورسره مينه لرم، له ما به ناهيلي شي؟ د ورته پوښتنو په هکله فکر کول تاسو دې ته هڅوي او انګېزه درکوي چې بد عادت ته بيا ونه ګرځئ.

۸- خپل ځان تائيد کړئ

خپل ځان ته وواياست چې تاسو کولی شئ خپل ځان کې بدلون راولئ او د دې توانايي لرئ او تاسو غوره ياست.

حتی ځيني وختونه چې ناخوښ ياست او داسې محسوسوئ چې نارامه ياست، نو هر هغه څه ته چې اړتيا لرئ ځان ته يې ووايئ،  په لوړ غږ يې ووايئ، په وړو وړو کاغذونو يې وليکئ او ځوړند يې کړئ. د بېلګې په توګه که غواړئ ورزش وکړئ نو خپل ځان ته وواياست چې تاسو غښتلي ياست او ترټولو ښه انرژي لرئ. يا هم که غواړئ نور غيبت پرېږدئ نو ځان ته ووايئ چې تاسو د دې کار توانايي لرئ او کولی شئ چې د ‌خلکو رازونه وساتئ. دې ته ورته خبرې دومره له ځان سره تکرار کړئ چې باور مو پوخ شي.

۹- خپل ځان ته قناعت ورکړئ

د عادت پرېښودل څه اسانه خبره هم نه ده، هڅه وکړئ په يو ډول خپل ځان ته قناعت ورکړئ. که نوی مو عادت پريښی وي او د همغه عادت پرېښودلو يو ډول نارامه کړي ياست نو هڅه وکړئ چې په يوازې توګه يو ارامه ځای ته ولاړ شئ، فکر وکړئ، د همغه بد عادت پايلې خپل ذهن کې انځور کړئ او له ګډوډو فکرونو څخه ځان بچ کړئ، پرته له شکه چې يوې ګټورې پايلې ته به ورسېږئ.

دا هېڅکله مه هېروئ يوازې خپله ياست چې خپل ځان د نورو په پرتله ښه قناعت ورکولی شئ.

۱۰- د يوې کوچنۍ تېروتنې لپاره خپل ټول پرمختګ مه زيانمنوئ

که د بدو عادتونو په اصلاحاتو کې يوه کوچنۍ تېروتنه له تاسو څخه ترسره شوه نو ډېر تشويش ورته مه کوئ او د خپلو زحمتونو په دوام  د خپلې موخې پر لور حرکت وکړئ. دا په ياد ساتئ چې هېڅ انسان بشپړ نه دی.

پايله:

انسانان د خپلو عادتونو غلامان دي؛ خو داسې هم نه ده چې تاسو دې د خپلو عادتونو په بند کې ځان داسې راګير کړئ چې د هرڅه نه پاتې شئ. خپل ځان وپېژنئ او په دې پوه شئ چې تاسو د ډېرو کارونو وړتياوې لرئ، له پورته خبرو څخه په استفادې خپل بد عادات پرېږدئ او دا مه هېروئ چې قدرت ستاسو په وجود کې نغښتی دی.