د بريا ديرش رازونه

ژباړه: مصطفی نور

موږ ټول تل په دې هڅه کې یو، چې ژوند کې بریاوې تر لاسه کړو، خوښ واوسو او نور خوشاله وساتو. دا موخې په کیناستو او یوازې په فکر لاس ته نه راځي؛ باید د عمل ډګر ته ووځو او د ښو پایلو لاسته راوړو لپاره خولې تویې کړو. په لاندې دېرشو اصولو کې ځينې ټکو ته اشاره شوې، چې ښايي زموږ د بریا راز په کې نغښتی وي؛ نو ما هم د دې لیکنې له لوستو سره سم هغه راپښتو کړه، چې نور ملګري هم ترې خبر او په ژوند کې ترې ګټه واخیستلای شي. مننه

د بریا دېرش رازونه

لومړی راز

له هغو کارونو څخه، چې باید ترسره یې کړې خوند واخله، پلمې د نور هم ستړی کوي او د سم کار کولو ته دې نه پرېږدي.

که له بریا سره د یوه ملګري په شان وچلېږې، هغه به د سپي په شان هر چېرته درپسې وي.

دوهم راز

هڅه وکړئ کارونه مو د زړه له تله وي، نه د دې لپاره چې مجبور یی ترسره یې کړی، باید په کار مو باور ولرئ. د اوبو ضعیف جریان، یوازې نیمه باغچه اوبه کولی شي.

دریم راز

هر څه چې څنګه دي وې ومنه. یوازې غوښتل بدلون نه شي راوستی، بدلون د باد د چلېدو مخه نه شي نیولای او واوره د نبات په اوبو نه بدلوي؛ که د څيزونو د ښه بدلون غوښتونکی یې، هغې سره څنګه چې دي، هماغسې وچلېږه.

څلورم راز

تمرین وکړه، چې د ننه خوښ واوسې، مه پرېږده چې نور ستا د خوشالۍ لپاره پرېکړه وکړي، خپله د خوښۍ د کارخانې رئیس شه.

پنځم راز

خپل ذهن په آسمان کې د سپینې ورېځې په شان آزاد پرېږده، هڅه وکړه؛ خو د کار پایله پرېږده چې هر څه کېږي. ورېځې ته د باد د چلېدو لوری څه توپیر لري؟ ولې خپل وخت د هغه څه په خاطر ضایع کوې، چې په خپل واک کې د نه دي؟

شپږم راز

کله چې د کوم کار د کړو لپاره پرېکړه کوې، له ځانه مه پوښته: زه څه غواړم؟ بلکې وپوښته: کوم کار د ټولو په ګټه دی؟

که د نورو د ګټې په فکر کې وې، نور به د څنګ کې کار وکړي او مرسته به درسره وکړي، چې بریالی شې.

اووم راز

کله چې کار ستونزمن کېږي، مه نور ملامتوه مه ځان، انسان هغه وخت لامبو زده کوي، چې په اوبو کې له ډوبېدو ونه وېرېږي.

اتم راز

د هر کار د بریا لپاره باید د هغه کار د نقشې څخه روښانه تصویر ولرې. هغه وخت لکه څنګه چې په تېز باد کې ګوډي پران کلک نیسې، باید هدف هم هماغسې کلک ونیسې.

نهم راز

که کوم پلان په عمل کې له هغه څه ستونزمن شو، چې فکر د کو، ناهیله کېږه مه، د نړۍ ټول څيزونه همداسې دي، په ځانګړي توګه که ارزښتمن وي. دا ښايي د هغې دانې په شان وي، چې ظاهر یې ښایسته؛ خو داخل یې خالي دی.

لسم راز

ستونزې موږ  قوي کوي او د سترو بریاوو لارې خلاصوي. په غره ختل آسانه نه دي؛ خو هغه منظره، چې د غره له څوکې ښکاري، ډېره ښکلې ده.

یولسم راز

اراده مو قوي کړئ، ځان په هغه کارونو کې ښکېل کړه، چې ترسره کول یې درته ستونزمن دي، وروسته هغه په جدي توګه ترسره کړه؛ بیا به وګورې چې اراده د دې فولاد په شان، کلکه او روښانه شوې ده.

دولسم راز

په پوره انرجۍ پر خپلو کارونو تمرکز وکړه. کله چې د کلیسا له رنګه ښیښو نور تېرېږي ډېرې ښکلې او روښانېږي. که کارونه د هم په انرجۍ ترسره کړې، ښکلي او روښانه به شي.

دیارلسم راز

کله چې د کوم کار د کړلو نیت لرې، له ځانه مه پوښته: نورو دا څنګه او په کومه لاره ترسره کړی؟ بلکې وپوښته: څنګه کولی شم هغه په سمه او ښه توګه ترسره کړم؟

په دې پوه شه، چې تل یو نوی حقیقت د کشف کېدو په تمه دی. که د دې احساس شتون نه وی، هېڅکله به کریسټف کلمب امریکې ته نه وی رسېدلی او ګراهام بل به ټلیفون نه وی اختراع کړی.

څورلسم راز

هر کار د زړه له کومې ترسره کړه. که د خپلې انرجۍ شعاع د ذربین په شان، چې د لمر نور متمرکز کوي، په خنډونو متمرکزه کړې، د لارې هر خنډ به دې وسوزي.

پنځلسم راز

نن یو نوی پیل وګڼه، ولې د هغه شي په اړه فکر کوې، چې پرون پېښ شوي یا ترسره شوي؟ ژوند هغه سیند دی، چې تل د

راتلونکي په لورې جریان کوي، یو څاڅکی یې هم بیا د یوه پله لاندې نه تېرېږي. هر کار، له هره وخته ښه، په یوه نوې لار ترسره کړه.