د بریــا بـڼـــې

لیکوال : شمس الحق حیران

بریا یو مجرد مفهوم نه دی لکه ځينې کسان چې فکر کوي؛ که غوره کور، ښایسته مېرمن، بانکي حساب کې ډېرې پیسې یا لوړې زده کړې ولرم نو په ژوند کې به یو بریالی انسان یم. دا هر څه د بریا د څو وجهي منشور اړخونه دي داسې چې یو له بل پرته نیمګړي، پيکه او په یوازیتوب سره انسان وړ او مطلوب ژوند ته نشي رسولای. فکر وکړئ تاسو ټولې هڅې او کوښښونه وکړل چې يو بډای کس درنه جوړ شي، یادې موخې ته ورسېدی خو زده کړو ته مو شا کړه ، انساني اړیکې مو ونه پاللې، ټولنیز نزاکتونه مو ونه پېژندل، د مدرسې او حجرې شاګردي مو ونه کړه، دا چې زده کړې مو پرېښودې نو د ځان، کورنۍ، ملګرو، ټولنې او اسلام په وړاندې مو خپل فردي او ټولنیز مسؤلیت او رسالت ونه پېژندلو، د دینوي ژوندانه د فنا او اخروي ژوندانه د بقا مفهوم مو درک نه کړ، اعمال مو نېک نه شول، والدینو ته غوره زوی، خویندو او وروڼو ته ویاړلی ورور، مېرمنې ته مو عزتمن خاوند، بچیانو ته مو قدرمن او نمونه پلار او په ټوله کې پاک الله جل جلاله ته یو مطلوب بنده نه شوی.

په همدې ډول که د بریالیتوب هر بل مادي یا معنوي اړخ له پامه وغورځوو همدومره ناوړه او نامطلوبې پایلې به ولري نو ځکه مې د موضوع حساسیت ته په پام سره وغوښتل په دې لیکنه کې په کار او ژوند کې د بریا نهه بڼې دروپېژنم، باوري یم که چېرې مو ورڅخه په سمه توګه ګټه واخیسته، نو په کار او ژوند کې به بریا ته ورسېږئ:

په حقیقت کې نهه عنصرونه شته چې باید ویې لرئ تر څو ډاډه شئ بریالی انسان یاست، وړاندې تر دې چې ځان بریالي وګڼئ، اجازه راکړئ چې یاد عنصرونه در وپېژنم:

۱- معنوي بریا:

دا عنصر د الله(ج) په مخلصانه بنده ګي، د فکر په مثبته بڼه، پر ځان لوړ باور، دنننۍ سولې او یوې پیاوړې معنوي اړیکې استوار دی .

۲- روغتیایي بریا:

ستاسو روغتیایي بریا، ستاسو بشپړه شتمني ده، له ايمان او روحي سکون څخه وروسته فکر نه کوم چې کوم بل څه دې د ارزښت له مخې له ښې روغتیا سره سیالي وکړي. روغتیایي بریا مو په دې پورې تړلې چې همېشه ورزش وکړئ، که په کلي او لېرې پرتو سیمو کې اوسئ او ورزشي کلبونو ته لاسرسی نه لرئ نو منظم پلی تګ، د سهار منډه او کار کول درسره په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي. دا چې په خپل مسلکي ژوند کې لوړ مقام ترلاسه کړئ، خو دې مقام ته د رسېدو پرمهال ناروغ شئ، څه ارزښت لري؟

۳- کورنۍ بریا:

کله چې یو خوښ کورنی ژوند ولرئ، نو په خپله کاري برخه کې به هم تر ټولو غوره فعالیت ولرئ . هېڅوک به د خپل ژوند په پای کې کورنۍ ته د لومړیتوب ورکولو له امله پښېمانه نه شي

۴ – مسلکي بریا:

دلته په خپل همېشني شعار یو ځل بیا ټينګار کوم چې تعهد، تخصص او تدین د نن ورځې جواهر دي. هېڅ ځوان او پېغله به له دغو جوهرونو خپلولو پرته د بریالي ژوند خواږه ونه څکي. ۱۶ کلنې زده کړې مو د همدې لپاره وې چې یوې برخې کې وړاندې ولاړ شئ، تخصصي زده کړې پکې وکړئ، پنځونې پکې وکړئ او د ټولنې ستونزې مو په هماغه برخه کې درسره حل کړئ.

کانکور ازموینه کې ولې پنځه انتخابونه درکړل شول؟ ځکه چې وګوري تاسو کوم مسلک خوښوئ. ځکه چې ډاډمن شي ستاسو ذهنیت د یو متخصص انسان ذهنیت جوړ شي او ځکه چې غوښتل یې تاسو د یو متخصص انسان په ډول هماغه اړونده برخه کې د ځان او خپلو خلکو ستونزې درسره حل کړئ. له شک پرته، په خپل مسلک کې لوړ مقام ته د رسېدو له پاره، د خپلو لوړو وړتیاوو سمون ډېر مهم دي . په خپل مسلک کې غوره اوسېدل، د کارونو د سم ترسره کېدو له امله تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي .

۵ – اقتصادي بریا:

پیسې مهمې دي، خو ټول ژوند پيسې نه دی. پیسې د دې سبب ګرځي چې ژوند آسانه او غوره واوسي . پیسې تاسو ته دا شونتیا درکوي چې په یوه ښه کور کې ژوند وکړئ . غوره رخصتۍ ولرئ او د هغو کسانو له پاره آسانتیاوې را منځته کړئ، له کومو سره چې مینه لرئ .خو یاد مو وي چې د مسلمان ژوندانه کې پیسې یوازې نورو لوړو اهدافو ته د رسېدو یوه وسیله ده نه وروستی هدف؛ پیسې خپله یوازې د مبادلې وسیله ده مهمه دا ده چې خپلې شته پیسې د کومو موخو لپاره کاروو؟ مشروع یا نامشروع؟ اړینې او برخلیک ټاکونکې موخې او که یوازې چکرونه، لوبې، وخت تېرونه او اسراف؟ سمه ده چې وروستي موارد هم له اسراف پرته تر یوې کچې د انساني ژوندانه اړتیاوې دي خو دومره ارزښت نه لري چې ټول پانګه او وخت دې پرې ولګول شي. بلکې کله، کله اصلي موخو ته د رسېدو په لاره کې انسان د ستړیا او ستومانۍ احساس کوي نو باید چې په منظم ډول لوبې، چکر او سیاحت وکړي.

د مسلمان په توګه ستاسو اقتصادي بریا په دې کې نغښتې چې لومړی پیسې له حلالې لارې څخه ترلاسه کړئ، دوهم دا چې لاس ته راوړې پیسې مو په حلاله لاره کې د حلالو موخو لپاره وکاروئ د داسې موخو لپاره چې ځان، کورنۍ، ملګرو او ټول بشریت ته مو خیر رسېدلی وي. تر څو په دې توګه د نورو بریاوو تر څنګ د اقتصادي بریا په مټ وکولای شئ خپلو اصلي موخو( عزتمند ژوندانه او الهي ازموینه کې بریا) ته ورسېږئ.

۶- ټولنیزهبریا:

ټولنیزه بریا دا ده چې خپله ټولنه کې د یو سالم، نمونه او ځيرک شخصیت په توګه ژوند وکړئ. د خلکو په ښه او بده کې ګډون وکړئ، د خوښۍ شېبې یې ورسره لمانځئ او په سختو او غمجنو شېبو کې یې روحي تکیه شئ، ډاډ ورکړئ او لاس یې درباندې سپک شي.

د حضرت عمر (رض) دا وینا به مو اورېدلې وي چې فرمايي:” داسې ریښتیني دوستان ومومئ چې په ښه ورځ مو مجلس پرې ښایسته وي او په بده ورځ مو ملاتړ شي.” د ټولنیزې بریا ترلاسه کولو لاره هماغه د حجرې او مدرسې شاګردي ده. په دې مانا چې د زده کړو، ښوونځي او مدرسې تر څنګ مېلمه پالنه، مېلمنو سره ناسته ولاړه، د فداکارو او له ایثار ډکو ملګرو موندل او د یوې باهدفه ټولنیزې شبکې جوړول مو د هرې ورځې برخه وي. ملګري ومومئ، داسې ملګري چې له لوړ کورني فرهنګ څخه برخمن وي. دا ډول ملګري ستاسو پر ژوند عجیبه لوړه اغېزه ښندي. ستاسو ژوند ته ارزښتونه لېږدوي او د کورني فرهنګي د تبادل اساس جوړوي. وخت نا وخت مو ملګري چاڼ کړئ، هغوی چې د وړاندې تګ انګېزه او تنده یې نه درلوده؛ سېک ورکړئ، هیله وروبښئ او لاسنیوی یې وکړئ. هغوی چې د ريښتوني ملګرتوب له معیاره کاږي شوي او پر نورو لارو سر وو؛ لومړی خپل اصلیت او د ژوند موخې وریادې کړئ، وریاده کړئ چې څوک و؟ او د کومې موخې لپاره په کومه لاره روان و؟ خو اوس له دغې لارې څومره کاږه شوي دي؟ که ستاسو له ټولو هڅو سره سره یې خپله نیولې کږه لاره پرېنښوده نو ځان ترې بېل کړئ، د مڼو په خلته کې له یوې خوسا شوې مڼې څخه مرض ټولې خلتې ته لږدېدلای شي. همدا بېلګه په انساني ټولنه کې هم صدق کوي.

هغه ملګري مو وهڅوئ او د متقابل باور اړیکه ورسره جوړه کړئ چې تل په لوړ عزم د بریا د هسک منزل ستونزمنه لاره وهي. په ټولنیزه ناسته ولاړه کې دا اصل مه هېروئ چې له ځانه د لوړ سن لرونکو مشرانو، سپين ږیرو او پاخه عمر لرونکو کسانو سره هم نه شلېدونکې اړېکې ولرئ او وپالئ. دا خبره مو پر ځان د باور کچه څو برابره لوړوي او د رهبرۍ طبیعي وړتیاوې مو روزي. تاسو ته د ټولنیز چلند او ناستې ولاړې زرګونه ناویل شوي نورمونه درزده کوي او دې ته مو تیاروي چې د دوی شپېته کلنه یا څلوېښت کلنه تجربه په ډېر کم عمر کې ولرئ. د انساني اړیکې جوړول د انسان یوه رواني اړتیا ده خو دا اړتیا هغه وخت ستاسو پر بریا هم بدلېدلای شئ چې ټولنیزې اړیکې مو د باور، ريښتینولۍ، متقابل درناوي، ځيرکتیا او ارزښت ورکولو پر پخو بنسټونو ولاړې وي .

۷ – نوښت پلټنه کې بریا:

نوښت د انسان همېشنۍ ورکه ده. بې نوښته ژوند لکه بې مالګې خواړه بې خونده وي. د دې لپاره چې ستاسو وجود کې د نوښت او پنځونې پټې وړتیاوې په خوځښت راشي نو بویه چې له ننګونو ډکو او سختو چارو باندې لاس پورې کړئ. په ننګوونکي چاپېریال کې دنده او هره ورځ د نویو ستونزو د حل پر لارو چارو فکر به ستاسو د نوښت ځواک د ماشوم په څېر وپالي او پنځونه به مو څو برابره کړي. موږ ټول بریا او خوشالۍ ته د رسېدو له پاره پټو رازونو او هیجان ته اړتیا لرو، د نوښت لرلو، پاللو او نوښت لرونکي انسان باندې بدلېدلو لپاره له زیار، خواريکښۍ یا پشتکار لاس مه اخلئ. ‎د انسان مغز نویو او تازه څیزونو ترلاسه کولو ته تږی دی او موږ له آره خلاق موجودات یو. که د لنډې او کوچنۍ بېلګې په توګه یې راوړم، نوښت ستاسو ژوند کې دومره اسانۍ او چټکتیا راوړي لکه صنعتي انقلاب چې په بشري ژوند کې راووست، لکه اوس چې زرګونه کېلومتره واټن د ماشین او نویو لېږدوونکو وسایلو پر مټ یوازې د څو شېبو خبره ده. د دې له پاره چې د خوښۍ او خوشالۍ احساس ولرو، نو باید تل نوښتونه را منځته کړو. خو پام مو وي چې نوښت د هیلو، هڅو او پوهاوي په چاپېریال کې غوړېږي.

۸ – عاطفي بریا:

ښایي د انسان د زړه تر ټولو ژوره لېوالتیا دا وي چې له ځان څخه د مهم څیز له پاره ژوند وکړي . له موږ څخه هر یو دې ته لېواله یو چې مهم واوسو، یو توپیر را منځته کړو، پوه شو چې نړۍ تر یوه بریده غوره ده، ځکه چې موږ د ځمکې په دې خاورینه کره کې له چا سره ناسته ولاړه او مینه کوو.

۹ – مخ بېلګه یا الګو کېدلو کې بریا:

هڅه وکړئ د نورو لپاره په هره چاره کې نمونه/ الګو انسان واوسئ. ستاسو د فکر ډول، ستاسو موخې، کړنې، چلند، هڅونې، زیار او هڅې پر نورو اغېزه ښندي. پام مو وي چې دغه اغېز مثبت جوړ کړئ. په ذهن کې ولرئ چې تاسو یوازې یو ځل نړۍ ته راځئ نو بویه چې دا یوازينی سفر مو له مثبتو تجربو او پنځونو ډک وي. تاسو نورو ته نمونه یئ، دا که تاسو ومنئ او که نه. که چلند، فکر، موخې او شخصیت مو لوړ وي؛ ډېر کله به تاسو د یوې مخ بېلګې یا الګو په ډول یاد شئ، که دا چارې مو منفي او لوېدلې یا منفورې وي، نو ډېر وګړي به په هوښيار/ خودآګاه یا ناهوښیار/ ناخودآګاه ډول تاسو یوه منفي بېلګه بولي او هڅه به وکړي چې ځان، ملګرو یا کورنۍ کې یې ستاسو په څېر کوم څوک ونه اوسي.

لنډیز؛

که چېرې غواړئ چې یوه رښتینې بریا تجربه کړئ؛ بلنه درکوم چې پر دغو نهو عنصرونو تمرکز وکړئ. پیسې په یوازې توګه نه شي کولای چې بریا را منځته کړي . ډېر شتمن کسان شتون لري چې نېکمرغه نه دي او په پایله کې د ناکامو کسانو په توګه پاتې شوي او ډېرو یې ځان وژنه کړې ده. که چېرې مو د بریا پر دغو نهو بڼو تمرکز وکړ او د هغو کچه مو لوړه کړه، متوازن پرمختګ به وکړئ، نه یوازې د تل له پاره به د هغو کسانو په منځ کې چې ستاسو په شاوخوا کې شتون لري د لمر په څېر وځلېږئ، بلکې د تل پاتې خوښۍ او خوشالۍ احساس به هم ولرئ او د بریا د نهه وجهي منشور ځلا به مو هېڅکله پيکه نشي.