سه شنبه , 23 اپریل 2024

د برېښنايي سوداګرۍ ډولونه

لیکنه: ګلاب بهار

په برېښنايي سوداګرۍ کې د انټرنېټ استعمال د دې سبب شوی چې په برېښنايي سوداګرۍ کې مختلف ډولونه رامنځته کړي چې دغه ډولونه په لاندې ډول دي:

1- کاروبار کاروبار ته Business-to-Business (B2B)

۲-کاروبار لګښت کوونکي ته  Business-to-Consumer (B2C)

۳-کاروبار دولت تهBusiness-to-Government (B2G)

۴-دولت کاروبار ته Government-to-Business (G2B)

۵-لګښت کوونکی، لګښت کوونکي ته Consumer-to-Consumer (C2C)

۶-دولت عامه خلکو ته Government-to-Citizen (G2C)

۱- کاروبار، کاروبار تهBusiness-to-Business (B2B) :

دا ډول برېښنايي سوداګري د دوو کمپنیو تر منځ برېښنايي سوداګرۍ ته ویل کېږي، چې د دوو کمپنیو ترمنځ د موجوده ارتباطاتو په وسیله معاملات ترسره کوي، نو له همدې امله پلورونکی او پېرودونکی دواړه سازمانونه (Organizations) وي.

په دغه سیستم کې اخیستونکي پېشنهاد کوي او خرڅوونکي د اخیستونکي پېشنهاد قبلوي. د بېلګې په ډول: یوه کمپنۍ خام مواد خرڅوي او بله کمپنۍ يې اخلي او د هغې څخه خپل تولیدات جوړوي. په نړۍ کې دغه ډول برېښنايي سوداګري کابو ۸۰ سلنه د جریان په حال کې ده او د B2C څخه يې زیات پرمختګ کړی.

۲-کاروبار، لګښت کوونکي تهBusiness-to- Consumer (B2C) :

په دغه ډول برېښنايي سوداګرۍ کې د فزیکي اجناسو خرڅول لکه: کتابونه، بنجاره سامانونه او همدارنګه د معلوماتي اجناسو خرڅول لکه: برېښنايي سامانونه، برېښنايي کتابونه او ډيجيټلي شیان شامل دي. نو د دې لپاره خرڅوونکی تجارتي سازمان یا Business Organization وي او اخیستونکی مشتري وی، چې د دې ډول برېښنايي سوداګرۍ یوه ښه بېلګه یې هغه کمپنۍ ده چې انلاین پېر او پلور کوي.

۳-کاروبار، دولت ته Business-to-Government (B2G):

دغه ډول برېښنايي سوداګري د کمپنیو او عامه سکټورونو تر منځ سوداګرۍ ته ویل کېږي چې د حکومت او کمپنیو تر منځ پکې سوداګري او د معلوماتو تبادله صورت نیسي.

۴-دولت، کاروبار ته Government-to-Business (G2B):

په دغه ډول برېښنايي سوداګرۍ کې معمولاً د انټرنېټ استعمال چې د عامه شتمنۍ لاسته راوړلو لپاره ترسره کېږي، صورت نیسي. لکه: اخیستل، پلورل، کرایه ورکول، جواز ورکول او نور.

۵-لګښت کوونکی، لګښت کوونکي تهConsumer-to-Consumer (C2C) :

دا ډول برېښنايي سوداګري د خصوصي اشخاصو ترمنځ صورت نیسي، چې د برېښنايي سوداګرۍ په دغه ډول کې خرڅوونکي او اخیستونکي دواړه خصوصي افراد وي او همدارنګه په دغه سوداګرۍ کې د پېرودونکي او دویم شخص تر منځ د معاملاتو برېښنايي اسانتیاوې موجودې وي، چې ښه بېلګه يې انلاین راکړه ورکړه ده. په دې راکړه ورکړه کې یو پېرودونکی خپله شتمني، موټر او داسې نو اجناس خرڅلاو ته وړاندې کوي او بل پېرودونکی د هغو اجناسو د اخیستلو لپاره امر کوي.

۶-دولت، عامه خلکو ته Government-to-Citizen (G2C):

د برېښنايي سوداګرۍ دغه ډول د دې لپاره دی چې عامه خلکو ته دولتي کارونه په لنډ وخت او ښه ډول ترسره شي، نو دلته دولت په همدې موخه د خپلو خلکو لپاره د ځينو سايټونو ملاتړ کوي. لکه: د موټرو، ماشینونو او داسې نورو شیانو وېیپاڼې. همدارنګه ځينې نور خدمات لکه: د تولد ثبت نام، په بهرنیو هېوادونو کې د نکاح او مړینې سرټيفيکېټ او داسې نورو عامه کارونو اسانتیاوې برابروي.

نوټ: دا لیکنه په همیانۍ کې هم خپره شوې ده.

Enikass Radio – انعکاس راډیو

د انعکاس راډیو فیسبوک صفحې ته ښه راغلاست

مهرباني وکړئ خپل نظر مو څرګند کړئ…

Gulab Bahar