دبلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ریل ګاډو په مرکزي تم ځای کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د ځانمرګي واسکټ سره یو ځای ونیول شو.
د بروکسل امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید کوونکی د خپو نه د غورځولو نه وروسته ځانمرګی واسکټ په کنټرولي ډول وچولو.
د بروکسل پولیسو ویلي دي چې حالات يي د قابو لاندې نیولي دي. د پیښې پر مهال د بروکسل عمومي میدان سمدلاسه د خلکو نه تخلیه او قوي امنیتي تدابیر ونیول شول.
د بروکسل د فدرال پولیسو ویاند پیتر دی وایلي د چاودنې نه وروسته د پراخه پلټنو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.
د بروکسل پولیسو ویلي دي چې له نیکه مرغه چې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده چې د تیر ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۲ مه نيټه د بروکسل د زاونتم په هوايي ډګر او میل بیک د میترو په تم ځای غبرګ ترهګریز بریدونه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.پدې پیښه کې ۲۷۰ تنه ټپیان شوي وو.
د ویلو ده چې د نیول شوي ځانمرګي د هویت په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.