پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د بلخ د چهار بولک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال نیول شوی

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال عزت الله ژوندی نیولی دی.

د یاد وزارت په وینا د عملیاتو پر مهال یې له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور څلور تنه هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.