د بنګله دېش پر وړاندې د یواځینۍ ټېسټ او درې اړخیز سیریز لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاند د یواځینۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۵ کسیزه او د درې اړخیز سیریز لپاره یې ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د تېسټ لوبې لپاره په لوبډله کې لوبډلمشر راشد خان، اصغر افغان، محمد نبي، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، اکرام علي خېل، ظاهرخان پکتین، جاوید احمدي، سید شېرزاد، یمین احمدزی، افسر ځاځی، شاپور ځدران او قیس احمد غوره شوي دي.

د شل اوريزو لوبو لپاره بيا په لوبډله کې راشد خان لوبډلمشر، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت،  ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شفيق الله شفق، فضل نیازی، دولت ځدراڼ، نوين الحق او رحمن الله ګربز شامل دي.

بنګله دېش سره یواځینۍ ټېسټ لوبه د راتلونکې سپتمبر میاشتې ۵ او درې اړخیز سیریز به په ۱۴مه نېټه پېل شي.

دغه سیالۍ د بنګله دېش په کوربه توب ترسره کیږي او درې اړخیز سیزیز کې به افغان، بنګله دېش او زمبابوۍ لوبډله یو د بل پر وړاندې دوه دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې له یادو سیالیو وړاندې افغان لوبډله ابو ظبۍ ته ځي او هلته به د روانې اګسټ میاشتې له ۲۲مې تر ۲۹ به هلته تمرینات وکړي.