سه شنبه , 23 اپریل 2024

د بواسیرو لاملونه، نښې او کورنۍ درملنه

بواسیر د مقعد د کانال د رگونو جوړښت ته ویل کېږي. په عام ډول، دغه رگونه د فضله موادو خارجولو دنده پر غاړه لري؛ خو که چېرې دغه رگونه وپړسېږي نو انسان له جدي ستونزو سره مخ کوي. دغه حالت چې په ځوانانو او مشرانو کې عام دی کېدای شي داخلي یا بهرنی وي. په عام ډول داخلي بواسیر درد نه لري خو خارجي بواسیر بیا درد هم لري. دلته مو د بواسیر لاملونو، نښو او کورنۍ درملنې سره اشنا کوو.

لاملونه

بواسېر مختلف لاملونه لري. مایو نومې روغتیايي مرکز څېړنې پر بنسټ د فضله موادو اخراج پر مهال زور یا فشار، تشناب کې د اوږدې مودې لپاره کېناستل، سخت اسهال یا قبض، د وزن زیاتوالی، امیدواري، د طبیعت خلاف جنسي اړیکې او د فایبر کمښت د بواسیر له سترو لاملونو گڼل کېږي.

د څېړونکو په اند پورته ذکر شوي لاملونه د مقعد په کانال کې د فشار لامل گرځي چې په پایله کې د مقعد رگونه کشوي، چې له همدې امله د مقعد په برخه کې شته رگونه پړسوب پیدا کوي. په مشرانو کې دغه ستونزه له دې امله چې د مقعد او لویې کولمې څخه ملاتړ کوونکي حجرات کمزورې شوي وي ډېر پېښېږي.

نښې

بواسیر یو شمېر نښې هم لري چې په مرسته يي دغه ناروغي تشخیص کېدلای شي. د روغتیايي څېړنو پر بنسټ په مقعد کې د نارامۍ شتون، د مقعد شاوخوا خارښت، له فضله موادو سره د وینې خارجېدل، د مقعد په برخه کې درد او خارښت لرونکی سوی او د فضله موادو له درده ډک اخراج د بواسیر نښې دي.

د یوې څېړنې پر بنسټ بواسیر کیدای شي د وینې کموالی ته ورته نښې هم ولري، خو دا ډېر لږ پېښېږي.

کورني درمل

له نیکه‌مرغه د دغې ناروغۍ درملنه اسانه او ارزانه ده خو په دغې ناروغۍ اخته کسان د دغې ناروغۍ شدت کمولو او درد او سوی له منځه وړلو لپاره لاندې کورني درمل هم کارولای شي.

فایبر (Fiber)

هغه خواړه چې په کافي اندازه فایبر نومې مواد لري د بواسیر درملنې لپاره ډېر اغېزناک دي. له دې امله چې د بواسیر یو له لاملونو څخه د فایبر کموالی دی فایبر لرونکي خواړه دغه ستونزه له منځه وړلای شي. میوه، سبزیجات او غله‌جات له دې امله چې په کافي اندازه فایبر لري، فضله مواد نرموي او له دې سره د دغه ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي. فایبر لرونکې خواړه د معدې د گیس ستونزه هم اواروي.

یخ کارول

په یخ درملنه هم د بواسیر لپاره ډېره گټوره ده. یخ د پړسوب کمولو سره بواسیر کوچنی کوي چې په پایله کې فشار کمېږي چې له همدې امله درد او خارښت هم په کافي اندازه له منځه ځي. یخ د پړسوب کمولو سره د فضله مواد اخراج هم اسانوي. دغې درملنې لپاره باید یوه اندازه یخ یوه پاکه ټوټه کې ونغاړل شي او دغه سړه ټوټه په نیغ ډول په بواسیرو کېښودل شي. دغه کړنلاره ورځ کې څو ځلي د بواسیر اندازه کمولو لپاره باید تطبیق شي.

سکواټ (Sqauat)

د بواسیرو بله درملنه په تشناب کې سکواټ کول دي. سکواټ د کېناستلو او پاڅېدلو یو ځانگړی ډول ورزش دی. د څېړنو پر بنسټ د فضله مواد د حرکت پر مهال ناسته پر مقعد فشار زیاتوي چې سکواټ نومې ورزش دغه فشار له منځه وړلو کې مرسته کوي.

الو وېرا (Aloe Vera)

الو وېرا نومې بوټی هم د بواسیرو درملنې لپاره کارول کېدای شي. دغه بوټی په اسانۍ سره د فضله موادو اخراج کې ډېره  گټوره ده. الو وېرا فضله مواد نرموي او انسان له فشار څخه ژغوري. له دې سربېره الو وېرا د مثانې د ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

بواسیر د مقعد په کانال کې غیر نورمال پړسوب دی چې کېدای شي درد ولري یا هم نه. دغې ناروغۍ په صورت کې دا ډېره مهمه ده چې په اړه يي له مختصص ډاکټر سره په ځانگړيدول د مقعد په برخه کې د درد شتون پر مهال مشوره وشي.