د بوتلونو ګرمې شوې اوبه روغتیا ته لاندې خطرناک زیان اړوي

په موټرو کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لری، مه یې څښئ؛ ځکه چې روغتیا ته زیان لري. په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله ګرمېږي او د انسان روغتیا ته جدي زیان اړولی شي.

په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراده لوړېږي او د یاد بوتل پلاستیکي مواد چې په ترکیب کې کیمیاوي مواد لري، د ګرمۍ له امله له اوبو سره ګډېږي او اوبه زهري کوي چې بیا وروسته انسان ته د څښلو پر مهال زیان اړوي. که چېرې له موټره بهر د حرارت درجه له ۴۰ تر ۴۵ پورې وي، نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه له ۶۰ تر ۷۵ پورې وي. د دې لپاره چې بوتلونه خراب نه شي، د هغو د جوړولو لپاره یو ډول مواد چې (Polyethylene terephthalate) نومېږي، استعمالېږي او دغه مواد (بي. پي. او. ای) د ګرمۍ له کبله له اوبو سره ګډېږي، کله چې په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي، د انسان صحت ته زیان اړوي.

لیکنه: حمیدالله حمیدي