پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د بېل ګېټس ژوند- لومړۍ برخه

ژباړه: حمیدلله حمیدي-

بېل ګېټس د یو ډول فني هوښ او ځیرکتیا څښتن و، چې د همدې په مرسته هغه څه یې چې په شاوخوا کې تېرېدل ښه یې درک کولی شول. له دې سره په ځنګ کې یې بله ځانګړنه داوه، چې د مارکېټېنګ ښه وړتیا یې درلوده. څه به یې چې وغوښتل په خلکو یې په اسانۍ سره پلورلی شول. همدا دوه ځانګړنې د دې لامل شوې، چې بېل ګېټس یې نن په یوه نامتو میلونر بدل کړ.

بېل کېټس اوس د مینوالو لپاره هر څه دی. ځینې یې د (ای. ټي) نابغه بولي، چې د سافټویرونو په وسیله یې د درېیو لیسیزو په موده کې نړۍ بدله کړه. ځینې نور بیا ورته د یوه بریالي سوداګر په توګه ګوري، چې په سوداګرۍ کې د ځانګړې وړتیا په وسیله یې ټوله نړۍ فتحه کړه. خو ځینې نور یې بیا دې جادویي کړنې ته حیران دي، چې نوموړی څه ډول و توانید تر څلوېښت کلنۍ مخکې میلیونر شي. خو له دې ټولو سره سره ګېټس په دې وروستیو کلونو کې په یوه خیر خواه کس بدل شوی، چې غواړي د خپلې پانګې لویه برخه پر خیره کارونو ولګوي.

په ټوله کې د ګېټس کړنو ته په کتو سره ویلی شو، چې نوموړی څه ډول یو خارق العاده انسان دی. ګېټس په یوه امریکایي نسبتا منځنۍ کورنۍ کې زېږدلی دی او له ځوانېدو سره سم یې ډېر ژر وښوده، چې نوموړی د تکنالوژۍ په ډګر په تېره بیا د کمپیوټر اړوند مسایلو کې څومره لوړه پوه لري.

بېل ګېټس د عمر په هماغه لومړۍ لسیزه کې خپل ژوند له نورو بېل کړ او د خپلې سوداګریزې امپراطورۍ په جوړولو یې پیل وکړ. داسې چې په ۱۹۸۰ کې یې خپل شرکت ( مایکرو سافټ) په یوه قوي سوداګریز مرکز بدل کړ. په ډېره کمه موده کې د نړۍ له دوو لویو قدرتونو په یوه کې شهرت ته ورسېد.

له دې هر څه سره سره ګېټس یو پیاوړی سیال هم درلود، چې په ډېرو ځانګړو وختونو کې بیا ورته د ملګري خطاب هم کاوه. سټوی جابز که څه هم چې له څېرې متین او ارام معلومېدو، خو د سوداګرۍ په نړۍ کې یې بیا په هېڅ ډول ماتې نه منله. سټوجابز په مایکرو سافټ شرکت کې د بېل ګېټس تر لاس لاندې کار کاوه.

بېل ګېټس چې اوس کله کله زره بیني عینکې هم په سترګو کوي، له دې کبله ورځ تر بلې په نړۍ کې د یوه لوی سوداګر نوم خپلاوه، چې په سوداګرۍ کې یې له هېڅ ډول خطر منلو وېره نه درلوده. ګېټس نه یوازې د خپلو توکو کیفیت ته پام کاوه، بلکې د خرڅلاو لپاره یې هم ورته ښې لارې چارې پیدا کولې. پر نوموړي باندې تا تور هم دی، چې ګېټس د دې پر ځای چې په سوداګرۍ کې خپلې ګټې ته پام وکړي، ډېر فوکس یې له میدان څخه د سیالانو پر لرې کولو و.

په اصل کې همدغه څه د دې لامل شول، چې د مایکرو سافټ شرکت ځینې کړنې تر پوښتنې لاندې راغلې. د بېلګې په توګه یوازې د خپلو کمپیوټرونو لپاره د سافټویر جوړول، چې دې چارې پر نورو کمپیوټر جوړونکو کاري ساحه را تنګه کړه. ګېټس د خپل دې کار لپاره دا دلیل وړاندې کاوه، چې ګواکي دا یوه ډالۍ ده، چې یوازې هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې د مایکرو سافټ شرکت توکي کاروي بس، بله څه نه دي.

بېل ګېټس یې خپل کار سهار وختي پیل کاوه او د شپې تر ناوخته به په خپل شرکت کې په کار بوخت و. ډېری کسانو به یې له دې کبله ستاینه کوله، چې ډېر ژر یې خپل شرکت په یوه نړیوال سوداګریز مرکز بدل کړ، خو ځینو نورو بیا ور سره حسادت کاوه.

کله چې څوک د یوه هېواد د ناخالصو ملي عوایدو په پرتله ډېر عواید ولري، هغه نو بیا یوازې پر خپل ځان پورې محدود نه وي، بلکې د هېواد سر مایه بلل کېږي. ګېټس که څه هم چې ښه هوښیار او یو ښه وینا وال و، خو بیا هم له طبیعي کاریزما څخه بې برخې و. مانا ده چې د ډېری خلکو نه خوښېدو، مینه یې نه ور سره کوله او په ښه نامه یې نه یاداوه. خو سټو جابز بیا برعکس ښه کاریزماتیک شخصیت درلود. که به میلیونونه ډالر هم د سټیو جابز بانکي اکونټ ته جمع کېدل، بیا هم خلکو ور سره حسادت نه کاوه او د یوه سینمایي ستوري په څېر خلکو ور سره مینه کوله.