د هېواد لوی درستیز د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل سره لیدلي او ټینګاریې کړی چې په دې ولایت کې دې د افغان ګډو ځواکونو عملیات زیات او د ترهګرو مالي سرچینې دې وتړل شي.
د هېواد لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري او په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان محمد زمان وزیري د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل سره لېدلي او ټینګاري کړی چې په دې ولایت کې د ترهګرو ځپلو په موخه د عملیاتو د دوام ترڅنګ پر دوی دمالي سرچینو د تړلو او د له منځه وړلو خبرې کړې.
د ننګرهار والي وایي، د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه عملیات کوي او هڅې یې پيل کړې؛ ترڅو د دوی عایداتي سرچینو د تړلو چارې ګړندۍ کړي.
په همدې حال کې ډګر جنرال بسم الله وزیري، ننګرهار کې د څلورمې پلې لوا له امنیتي چارواکو سره هم لیدل او د یو ډاډ من امنیت په راوستلو یې ورسره هراړخیزه خبرې کړې.